روهي (درې نۍ/۶ د غبرګولي)، د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب نن له غرمې وړاندې پر يو رسمي سفر پکتيا ته لاړ. د نوموړي د سفر موخه د عمومي امنيتي وضعيت ارزونه بلل شوې.
د ملي امنيت شورا په خپرې شوې اعلاميې کې ويل شوي دي، "د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن له غرمې مخ کې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار ته ورسید.
ټاکل شوې ده په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار د پکتیا ولایت له نظامي او ملکي چارواکو ولایتي شورا غړو، یو شمیر قومي مشرانو، د ځوانانو له استازو او په دغه ولایت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له سرتیرو سره اختر مبارکي وکړي او د هغوی ستونزې او مشکلات له نږدې نه بررسي کړي"
وروستي