حکومت او طالبانو سره اوربند اعلان کړی؛ کندهار کې ماين چاودنې د يوې کورنۍ ۴ غړي وژلي او ۲ ټپيان دي 

روهي (درې نۍ/۶ د غبرګولي)، د کندهار ولايت په  میانشین ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې د يوې کورنۍ څلور غړي ی وژل شوي دي او دوه نور ټپيان دي. ولايتي ادارې د پېښې پخلی کړی. 

پېښه داسې وخت کيږي چې له تېرو دوه ورځو افغان حکومت او وسله والو طالبانو سره اوربند کړی دی. پېښه د سړک غاړې ماين چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده. 

د دغه چاودنې په اړه د کندهار د والي وياند احمد بهير احمدي ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "په دې پېښه کې یوه مور، دوې ماشومې لوڼې او یو ماشوم زوی ورسره وو چې څلور واړه وژل شوي دي. د موټر چلوونکی او د کورنۍ سرپرست ټپیان شوي او په ټپي حالت ارزګان ته لېږدول شوي دي."

تر اوسه د پېښې مسووليت چا نه دی منلی.