ټاکل شوې ده چې نن به ۹۰۰ طالب بنديان خوشي شي 

روهي (درې نۍ/۶ د غبرګولي)، طلوع نيوز د ملي امنيت شورا د مالوماتو پر اساس ليکلي دي چې د حکومت له زندانانو به نن ورځ ۹۰۰ طالب بنديان خوشي شي. دغه طالب بنديان د هغه ژمنې پر اساس خوشي کيږي چې ولسمشر غني د کوچني اختر پر لومړۍ ورځ کړې وه. 

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د دوه زره طالب بنديانو د  خوشي کېدو ويلي  دي. تېره ورځ له بګرام زندانه سل طالب بنديان ازاد شول. طالبانو د حکومت د دغه اقدام هرکلی کړی. 

قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وياند سهيل شاهين تېره ورځ پر ټوېتر ليکلي وو، چې دوی به هم له خپله اړخه د افغان حکومت ځيني بنديان خوشي کړي. 

د امريکا متحدو ايالتو د افغان حکومت له خوا  د طالب بنديانو د خوشي کېدو د پرېکړې هرکلی کړی، خو کابل کې د اروپايي ټولنې استازي ويلي دي چې دې بهېر کې بايد دقت کار واخېستل شي.