ښايي د حکومت په ۲۱کسيز مرکچي پلاوي کې بدلون راشي 

روهي (دوه نۍ/۵ د غبرګولي)، يو شمېر رسنيو د باوري سرچينو له قول ليکلي دي چې طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان حکومت په ۲۱ کسيز مرکچي پلاوي کې ښايي بدلون رامنځ ته شي. محمد معصوم ستانکزی د دغه پلاوي مشري کوي. 

دغه پلاوي کې د څلورو ميرمنو په شمول د عطا محمد نور او جنرال دوستم زامن، يو شمېر سياسي څېرې، د مدني ټولنې غړي او پارلمان کې د ولس ځيني پخواني استازي غړېتوب لري. 

حکومت دغه پلاوي څه وخت وړاندې معرفي کړ چې په کور دننه او بهر کې له مثبت غبرګون سره مخ شو. ځيني افغان سياستوالو د دغه پلاوي پر جوړښت بيا نيوکې درلودې. 

د مصالحې عالي شورا چې اوس مهال يې ډاکټر عبدالله عبدالله مشري کوي، دغه پلاوي ته د اجنډا ورکولو مسووليت لري. حکومت تر اوسه په ۲۱ کسيز پلاوي کې د بدلون په اړه  نه دي ويلي.