د ۴۰ ورځو ماشوم ترې پاتې شو؛ وسله والو غلو کابل کې ۳۶ کلنه ميرمن په ډزو ووژله 

روهي (يوه نۍ/۴ د غبرګولي)، تېره ورځ د کابل ښار په پنځ سوه کورنيو يا پنج‌صد فامیلي سيمه کې د وسله والو غلو په ډزو کې يو ۳۶ کلنه ميرمن وژل شوي. د وژل شوي ميرمنې خپلوان وايي چې پنځه ماشومان ترې پاتې شول چې يو په کې يوازې د س۴۰ شپو دی. 

د سيمې خلک او د پېښې د قرباني شوې ميرمنې خپلوان پر حکومت نيوکه کوي چې د ښاريانو په امنيت کې پاتې راغلي دي او پوليس کابل ښار کې يا د وسله والو غلو مخه نه نيسي او يا يې هم نېولی نه شي. 

دا پېښه په داسې وخت کيږي چې څو ورځې وړاندې کورنيو چارو وزارت ويلي وو، چې د کومې امنيتي حوزې اړوند چې هدفي وژنې او يا هم د وژنې بله پېښه رامنځ ته شي، نو د اړوندې امنيتي حوزې امر به له دندې ګوښه کيږي.