د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس

د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د چين خلکو د هېواد پالنې يوه داسې واحده ټولګه ده، چې د دې هېواد له مختلفو ګوندونو او ټولنو څخه جوړه شوې او د چين کمونېست ګوند يې مشري پرغاړه لري. د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په خپله لمنه کې د ډېموکراسۍ او يووالي موضوعات رانغاړي، چې همدغه يې دوه لوی او ار(اصلي)موضوعات دي. دغه کنفرانس د چين د دولت همکار او په سياسي مشورو کې يو ډېر مهم ارګان دی،چې د دې هېواد په سياسي ژوندانه کې د سوسيالېستې ډېموکراسۍ رول لوبوي او همدغه لار د چين هېواد د پرمختګ لپاره خوارا ارزښت لري.

دغه کنفرانس په چين کې د سياسي مشورو تر ټولو لوی ارګان دی اود چين دولت ته سياسي مشورې ورکوي. د چين ولسي مشورتي  کنفرانس د ۱۹۴۹م کال په ستمبر کې په خپله لومړۍ ناسته کې د چين  د ملي ولسي کانګرېس پر ځای یوه مهمه دنده ترسره کړه او د ټولو چينايانو د ارادو په استازیتوب يې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو اعلان وکړ.           

    دچين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس دغه دنده په ١٩٥٤ زېږديز کال کې پای ته ورسېده او په همدې کال کې د چين ملي ولسي کانګرېس جوړ شو؛ خو د چين ولسي مشورتي  کنفرانس لا هم په چين کې د يوې متحدې جبهې په توګه ساتل شوی او د هیواد په سياسي او ټولنيز ژوند کې فعال رول لوبوي او د چين لپاره يې له بهرنيو هېوادونو او سېمو سره د دوستانه اړيکو په فعاليتونو کې ډېر زيات ګټور کارونه او ستر خدمتونه کړي دي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټه
د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټه د دې هېواد د ټولو ډېموکراتېکو ګوندونو، ولسي سازمانونو، غيرګوندي شخصيتونو، مدني ټولنو، بېلا بېلو اقليتونو او د هنکانګ او مکاو د ځانګړو اداري سېمو او د تایوان د ولایت له استازو څخه جوړيږي او د ماموريت موده يې پنځه کاله دوام کوي، ددې کمېټې مشري د چين د کمونېست ګوند پرغاړه ده.                          
 د چين ولسي سياسي او مشورتي  کنفرانس د ملي کمېټې سږنۍ اوه ورځنۍ کلنۍ غونډه د مۍ په ۲۱مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه.  په دغې اوه ورځنۍ غونډه کې به د چين د بېلا بېلو سياسي ګوندونو، قومونو او ټولنو څه باندې ۲۰۰۰ غړي د دې کنفرانس د دايمي کمېټې کاري راپور وڅاري او د حکومت کلنی کاري راپور به واوري. دوی ټول به د يادو راپورونو په اړه بحثونه وکړي او ورپسې به د چين دولت ته د خپل هېواد د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره وړانديزونه وکړي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټه او نورې سيمه ييزې کمېټې د هيواد په سياسي چارو کې فعاله ونډه اخلي او دولت ته سياسي مشورې ورکوي او له کړنو یې ډيموکراتيکه څارنه کوي.    د سياسي مشوروموخه داده، چې د يادو کمېټوغړي د دولت د سترو سياستونو او پالېسيو د جوړېدو پر وړاندې او همدا رنګه د دولت او سېمو په سياسي، اقتصادي، کولتوري او ټولنيز ژوندانه کې د اړينو تصميمونو د عملي کولو په بهير کې د رامنځته شوو خنډونو او ستونزو پر وړاندې سلا مشورې کوي او په پای کې دولت ته د ستونزو او خنډونو د لرې کولو غوټه خلاصوي.          

که د ډېموکراتېک نظر په اصطلاح يې ووايو، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټه او نورې سيمه ييزې کمېټې د هېواد د اساسي قانون او نورو نافذه قوانينو تطبیق څاري او د دوي هر ډول وړاندېزونه او نېوکې د هېواد په سترو سياستونو او پالېسيو په پلي کولو کې عمده رول لوبوي او بل دا چې ددې کميټو غړي د چين دولتي ارګانونه او کارکوونکي تر نظارت لاندې نيسي او چارې يې څاري.   

  د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې او د سېميزو کمېټو غړي د هېواد په سياسي، اقتصادي، کولتوري او ټولنيز ژوندانه کې فعاله ونډه لري او په لویه کې د خلکو د علاقې او پاملرنې وړ مسلې څيړي، چڼ کوي يې او وروسته يې حکومت ته وړاندې کوي.     د ملي کمېټې مشرتابه واکمن کمونېست ګوند د يادو کمېټو ټول وړاندېزونه او نظريات په غور څيړي او ورپسې يې د يو وړانديز په بڼه دولتي ارګانونو ته وړاندې کوي. 

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټه د نړۍ له ډېرو هېوادونو، نړيوالو ارګانونو اونړېوالو او سېميزو موسسو سره اړيکې لري او په دوستانه فضا کې ورسره د نظريو تبادلې او راکړې ورکړې کوي.

 د چين په سږنيو دوو ملي جرګو کې به د پاملرني وړ ټکي څه وي؟
د چين د دوو ملي جرګو یعنې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمیټې او د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډې معمولاًد هر کال په مارچ کې  ترسره کيږي، خو سږ کال د کوويډـ۱۹ ويروس له امله يادې غونډې وځنډېدې، خو اوس یې پیل دا مانا ورکوي، چې د چين دولت او خلکو په خپل هيواد کې کوويډـ۱۹ ویروس ښه  کنټرول کړی دی.   

       کوويډـ۱۹ ويروس کابو پر ګردې نړۍ پنجې ټینګې کړي او د هر هيواد او ټولنې د پرمختګ پر وړاندې يې خنډونه جوړ او ستونزې راولاړې کړي دي.     

      نړيوال اقتصاد تر ډېره پر لويو صعنتي هيوادونو تکيه لري او دغه ويروس نه يوازې د څو هيوادونو پراقتصاد بد سيوری غوړولی، بلکې په ټوله کې يې د نړيوال اقتصاد پښې په لړزه کړې دي.      

    کوويډـ۱۹ ويروس خپل لومړی بريد پر چين وکړ او ددې هيواد پر اقتصاد يې بد سیوری وغوړاوه او ددې هيواد د اقتصاد د پرمختګ پر وړاندې يې خنډونه اېجاد کړي او د ټولنې پرمختګ يې ورته ټکنی کړی دی.    
                  
       د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي اندازه د تېر کال د هم