د اسمان د عرش ماڼۍ په لوی انګړ کې
یو عآلم دی چې اخته په عیش عشرت دی
هیڅ تشبیه مثال يي ځمکې پر سر نشته
یو جلا شانته درباراو سلطنت دی
چې څه هلته عرضه کیږي او خبرېږو
دلته، هلته یو عجیب شان تفاوت دی
د شرابو منګوټي هلته تشیږي
ډیسکوګانې، نڅاګانې دي کنسرت دی
هغه نجونې چې انګړ منځ کې نڅیږي
د انګړ عالم يي وړي په حسرت دی
هره نجونه يی په سن د بلاغت ده
لا د ځینو سن يي کم تر بلاغت دی
قد د نجونو يي تر اووم اسمان رسیږي
لا تر اووم اسمانه پورته يي قامت دی
په سهر چې د شفق غومبري سره دي
دا د دې نجونو غمبورو برکت دی
څه سرخی چې يي له شونډو نه پاڅيږي
زموږ لال د بدخشان ترې خجالت دی
کوم صفت چې څوک د شونډو کړي پر ځمکه
دا د هغه شرابي شونډو صفت دی
د بوډۍ ټال چې اسمان کې ځوړند ښکاري
دا د دې نجونو له زلفو جوړ زینت دی
د انګړ د نارینه هر یوه غیږ کې
غورځه پرځه کې د نجونو بیا نوبت دی
چا ته سل او چا ته زر نجونې په برخه
دا تقسیم د نارینه په ریاضت دی
د شرابو هیڅ کمی انګړ کې نشته
د شرابو یو لښتی په هر جهت دی
هومره څښلی شي چې څومره دې خوښیږي
هلته هر شی دې نصیب او په قسمت دی
په شرابو خودې غسل هم حلال دی
رفعه دفعه دې په هر څه کې حاجت دی
د هر څه شي پریماني او ارزني ده
خوره او څښه چې هر یو څه ته دې رغبت دی
نه پوښتنه، ګرویګنه نه تپوس شته
هلته هر شی بې پيسو او بې قیمت دی
په انګړ کې هم د ژڼو جوپي ګرځي
هر یو ژنی يي ښایست کې جوړ قیامت دی
هیڅ د ژڼو او د نجونو توپیر نه شي
نه ترمنځ يی په رغبت کې تفاوت دی
هر یو ژڼی يي تر نجونو ډېر سخي دی
لا تر نجونو مهربان په هر بابت دی
لاس په لاس د سرو شرابو پیالي ویشي
شپه او ورځ درته ولاړ لاس په خدمت دی
خوښه ستا ده چې جینۍ خوښي یا ژڼی
دې کې خپل ستاسو اختیار او قضاوت دی
خو زموږ پر ځمکې بیا هر څه بدل دي
که طالع ده که نصیب دی که قسمت دی
د اسمان د عرش ماڼۍ په سلطنت کې
دلته جوړ یو جهنم هلته جنت دی
تفاوت يي هیڅ په ژبه شمیری نه شم
ژوند يي مه شمېره، خواري ده او ذلت دی
شراب پورته شول حلال، لاندې حرام دی
دا په کوم منطق انصاف او عدالت دی
په دنیا هر څه نعمت پورته خوړی شي
لاندې هرڅیز نه روژه او بند نعمت دی
د اسمان په حکم بند نجونه په کور کې
دا د کوم خدای ثواب لید او رضایت دی
چې یو بام او دوه هواوې سلطنت کې
پاچهي د انصاف نه ده قساوت دی
څو تقسیم د عرش په عدل و انصاف نه شي
بغاوت د عرش په لوري مجبوریت دی
شعروزمه خیالونه
وروستي