امریکا څۀ غواړي!؟

د افغانستان پۀ اوسني وضیعت کې امریکا بېلا بېل نظرونه وړاندې کوي.
تازه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغانستان حکومت مشران او طالبان وهڅول چې بریدونه او تاوتریخوالی کم کړي او د بین الافغاني خبرو لور ته لاړ شي.

ښاغلي مایک پمپیو د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله د سیاسي جوړ جاړي هرکلی وکړ.
د افغانستان حکومت او طالبانو هڅول سولې ته د امریکا پر دریځ بېلابېل شکونه موجود دي.
کله چې پۀ کابل، ننګرهار کې بریدونه وشول نو د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د امریکا لۀ نظره د کابل او ننګرهار دواړه پېښې داعش وسلوالې ډلې کړي.

 د افغانستان حکومت پۀ دې برخه کې متفاوت نظر درلود.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال امرالله صالح کۀ څۀ هم د خلیلزاد نوم نۀ دی اخیستی، خو ویلي، دا چې ځینې کسان د طالبانو پر درواغو باور کوي او پۀ کابل کې د حملې مسؤلیت د داعش پر خیالي ډلې وراچوي ساده ګي ده.

امرالله صالح پر ټویټر لیکلي: طالبان خپل لاسونه او وجدان د هغو ښځو او ماشومانو لۀ وینې نشې پاکولای چې پۀ کابل کې پۀ خونړۍ حمله کې ووژل شوې.

کوم تړون چې د امریکا او طالبانو تر منځ د قطر مرکز دوحه لاسلیک شوی پۀ هغې تړون کې څرګند نۀ دي، ذکر شوي، چې دوی به پر افغان حکومت بریدونه نۀ کوي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله پۀ خپل اختریز پيغام کې لۀ خپلو جنګیالیو غوښتي، چې خپل اهداف پۀ جدي توګه تعقیب، لیکې پیاوړې او اداري جوړښت نور هم منظم کړي.

د ملا هبت الله پۀ اوږده اختریز پیغام کې د تاوتریخوالي د کمیدو، اوربند، سولې او بین الافغاني مذاکراتو پۀ اړه څۀ سپارښتنې او یادونه نۀ ده شوې!

پۀ داسې یوه حالت کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو افغان دولت او طالبان سولې ته هڅوي، بل لورې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د بریدونو مسؤلیت داعش وسلوالې ډلې ته راجع کوي، هغه تړون چې د امریکا او طالبانو تر منځ پۀ دوحه کې لاسلیک شوی دی، پۀ هغې تړون کې افغان دولت نۀ دی شامل، فقط دغه تړون کې پر امریکا بریدونه نۀ کېږي.

اوس پوښتنه دا پېدا کېږي، یو خوا امریکا د طالبانو دفاع کوي، بل خوا امریکا دواړه غاړې(طالبان/افغان دولت) سولې ته هڅوي، همدارنګه د سولې پۀ تړون کې هم پر افغان دولت بریدونه نۀ دي درول شوي، نو امریکا څۀ غواړي!؟

ولې رښتیا نۀ وايي!؟
امریکا د طالبانو سره د سولې تړون تر شا نوره کومې پټې خبرې لري!؟
د امریکا مجبوریت څۀ دی، چې افغان دولت ته  رښتیا نۀ وايي!؟
دا هغه پوښتنې دي، چې افغان دولت او افغان وګړي یې لۀ ځان سره لري.

زیاتره وګړي پۀ دې نظر دي، چې امریکا پۀ لوی لاس اوسنۍ نظام لۀ خطر سره مخا مخ کوي او امریکا غواړي، تر څو د اوسني نظام پر ځای یو بل بدیل رامنځته کړي، چې ظاهرً د امریکا لپاره دا بدیل کیدای شي طالبان وي.

اوس چې پر امریکا شکونه زیات دي، دوی ته پکار ده، چې هر څۀ لۀافغان دولت شریک کړي تر څو افغان دولت لۀ یو بل بحران څخه وژغورل شي.

طالبان دې هم خپل بریدونه ودروي او د ورورۍ پۀ فضاء کې دې لۀ افغان دولت سره د سولې خبرې پيل کړي، تر څو ټولې ستونزې او مشکلات پۀ خپل منځ کې سره حل کړي تر څو افغان وګړي او افغان خاوره لۀ دې سختو او جنګي حالاتو څخه را ووځي.