له دوحې کابل ته راغی؛ خليلزاد نن له افغان مشرانو سره ګوري 

روهي (څلورنۍ/۳۱ د غوايي)، د افغان روغې جوړې جاړې لپاره د متحدو ایالتو بهرنيو چارو وزارت  ځانګړی استازی زلمي خليلراد نن کابل ته راغی او له افغان سياسي مشرانو سره به وګوري. خليلزاد له دوحې کابل ته راغلی. 

د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي وو، چې زلمی خليلزاد به د افغانانو ترمنځ خبرو د پيل په پار قطر او له هغې وروسته يو شمېر نورو هېوادونو ته سفرونه وکړي. دوحې ته د خليلزاد د سفر په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي. 

زلمي خليلزاد د ولسمشر غني او صالحې شورا د مشر عبدالله عبدالله د سياسي هوکړې له لاسليک وروسته کابل ته ورځي. متحدو ايالتو په دې ټېنګار کړی وو چې بايد د ټاکنو پر سر راپورته شوی سياسي کړکېچ د خبرو له لارې پای ته ورسيږي.