خليلزاد: ملا عبدالغني برادر يو وطن دوسته انسان  دی

روهي (پنځه نۍ/۷ د وري)، د افغان رورغې - جوړې لپاره د امريکا متحدو ایالتو حکومت بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په يوې تازه مرکه کې ويلي دي چې د طالبانو نوی سياسي مشر ملا عبدالغني برادر يو وطن دوسته کس دی.

خليلزاد د بي بي سي دري څانګې سره په يوې تازه مرکې کې ويلي دي چې له نوموړي سره يې لومړۍ لېدنه وه او د ملا برادر په اړه ويل شي چې يو وطن دوسته کس دی.

خليلزاد وايي چې له ملا برادر سره په سولې غږېدلی او هيلې هم لري، خو د نظر اختلاف شتون لري او په ټوله کې سره همغږي نه دي.

نوموړي دا هم ويلي دي چې له طالبانو سره له ناستو وړاندې او وروسته هر ځل له افغان حکومت او په ځانګړي ډول له ولسمشر غني سره اړيکه نيسم او ورسره ګورم.

نوموړي د حمد الله محب نيوکو ته په اشارې ويلي دي چې له طالبانو سره د وروستۍ لېدنې وروسته يې د ډېرو بوختياوو له امله ونه شول کولی چې له ولسمشر غني سره وګوري، خو د شوې خبرو په اړه يې مالومات ورکړل.