پر تندي یې درد حس کړ، ګیلاس یې کېښود، کیڼ لاس یې پر ګونځې تندي څو ځله تېر کړ. تر څنګ ناست کس یې د نصوارو خلته جیب ته کړه. ورته کړل یې؟
ـ اکه چای خوره؟
سپینږيري سړي په ګوتو کې زیړه ساچمه (ګولۍ) نیولې وه. مخامخ کوچني ته ځير و. هغه مسک شو سر یې ښکته ونیو. تور پاج پر سر تړلی و. پلاستکي ټوپک یې له اړخ سره ایښی و. له پزه یې نري کړنګ د شونډو خواته رهي و. له جیب یې اوږد آنتن وتلی و.
سپینږیري لومړی ساچمې او بیا هلک تر نظر تېر کړ. وروسته یې ورته و ویل:
ـ زویه له دې سره اتیات (احتیاط) کوه. هسې نه څوک په سترګو وولي.
ماشوم غږ ونه کړ، سر یې ځوړند ونیو. د زهیردو له کبله یې ژبه د غاښو تر منځ کلکه کړه.
انځیر خپل زوی ته وکتل،چې مخابره غوندې لرګي پسې یې اوږد آنتن تړلی و، آنتن یې ټیټ کړ، بېرته یې جیب ته واچوه. مسک شو. پر توپداني کې یې شنې لاړې توپ کړې چې د خولې دواړو
اړخو ته یې لا څه پاتې شوې. شونډې یې وخوځېدي:
ـ اکه د دې زوی مې له ټوپک سره ډېره جوړه ده. ابله ورځ مې ورته ویل، دوه کاله غوږ ونیسه، ستي درځه.
سپینږیري، کیڼ اړخ ته سترګې، په انځیر کې خښې کړې. تورې ږیرې، پاک مخ او ځوانې خوښۍ ته یې تم شو . تر ښه ځنډ وروسته یې ورته وویل: انځیره بچیه، نن باید په اولاد تعلیم وشي، د مومین زوی درس ووې، اوس ورشه دبدبه یې وګوره. که اخلاق هم دی له دوی سره دي که پیسې هم دی ورسره دي.
ځوان کس، چایچوش ته لارس کړ؛ کیلاسونه یې ډک کړ. ویې ویل:
ـ د هغه رقم دونیا به سړی څه کړي. زوی یې کافر دی پیسې ورته را وړي، دوی غوره هم کا. چې هر زوی مې داسې شي وژنم یې.
سپینږیري سړي له جیب څخه خیرن دسمال را ویست، پیڅکه یې په تندي را تېره، ولاړه وینه یې له تندي نرۍ روانه شوه...
پای
وروستي