د ثبات او همپالنې ټيم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نېږدې درې مياشتې وړاندې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو پر مهال داسې لوړه وکړه، چې دی د افغانستان د پنځو کالونو لپاره ولسمشر دی او ولس سره يې تعهد وکړ چې د ولسمشر په توګه به يې چوپړ کوي. د ډاکټر عبدالله عبدالله د لوړې مراسم په رسمي ډول نېول شوي وو او رسنيز هم شول. د همه شمول حکومت د مشر په توګه يوازې عبدالله عبدالله په سپيڅلي قران قسم ونه کړ، بلکې خپلې دوه نېږدې کسان يې هم د ټوله شموله حکومت د لومړي او دويم مرستيالانو په نوم دريځ ته وبلل او په خدای يې قسم ورکړ چې د لومړی او دويم مرستيال په توګه به ژمن وی.
د لوړې له مراسمو وروسته د عبدالله عبدالله ملاتړو، وياندويانو او په خپله عبدالله عبدالله په يو شمېر مخامخ ناستو، ټلويزيوني او راډيويي خپرونو، ټولنيزو رسنيو او خبرپاڼو کې (ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ټول - ګډ حکومت ولسمشر) اوږده جمله کاروله. دغه جمله دومره پورته لاړه چې ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپل ټوېټر او فېسبوک رسمي حسابونو کې چې د هو يا Confirmation اسماني رنګه نښې هم لري، په انګلېسي ځان پسې ترجمه او نړۍ ته يې ځان ولسمشر ور وپېژندلو.
درې مياشتې د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د يو سياسي وېش او هوکړې لپاره هځې وشوې. ډاکټر عبدالله عبدالله د ۲۰۱۴ کال په ډول د ولسمشر غني په حکومت کې د يو شمېر وزارتونو، امتيازونو او د جوړجاړي د عالي شورا د مشرۍ په اخېستلو سره، د هغه حکومت برخه شو چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني يې مشري کوي او د همدې مشرۍ په پار يې لوړه کړې وه.
عبدالله عبدالله که هرڅومره سخت دریځ نېولی او اوس ترې شاته شوی وای نو کومه د شرم او ماتې خبره په دې نه وه چې (سياست کې دايمي دوست او دښمن نشته؛ سياست د ګټو لوبه) دغه جملو سره يوه لار ورته پيدا کېدله او جوړجاړی په کې شونی کېدای شو. خو په قران کريم لوړه په دې موخه او په دې پلان چې زه د افغانستان د پنځو کالونو ولسمشر يم ښايي په دومره اسانۍ همداسې پرې نه ښوودل شي. عبدالله عبدالله له ټوېټر او فېسبوک، وياندويانو يې په رسنيو کې (ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ټول - ګډ حکومت ولسمشر) جمله پرې ښوودلې او اوس وايي/ليکلي چې ډاکټر عبدالله عبدالله د جوړجاړي د عالي شورا مشر؛ خو هغه سپيڅلي قران کريم چې عبدالله عبدالله د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ټول - ګډ حکومت د ولسمشر په توګه پرې لوړه کړې وه؛ په نمايشي ډول په لاس او سينې پورې نېول شوی او عمل پرې ونه شو.
وروستي