امرالله صالح عبدالله عبدالله ته مبارکي ويلي 

روهي (دوه نۍ/۲۹ د غوايي)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د پرېکړې چې د دولت جوړونکي ټيم وراېخوا  يې د حکومت په کابينه کې  نور ټيمونه هم شريک کړل ملاتړ کوم. 

نوموړي ليکلي دي چې په ورته وخت کې د جوړجاړي د عالي شورا د مشر په توګه د عبدالله عبدالله ځای پر ځای کېدل غوره ټاکنه بولم او هيله لرم چې د سولې په برخه کې به اغېزمنه  تمامه شي. 

صالح ليکلي چې د ولسمشر غني د کلک دريځ څخه چې په اساسي قانون د معاملې مخه يې ونېوله، بايد مننه او ستانيه وشي. نوموړي په اخير کې ليکلي دي چې د ګډد دښمن پر وړاندې يو ګډ يووالي ته اړتيا ده.