پر ایشچي تېری کاوونکی مارشال شو

کله چې پۀ ۲۰۱۴ میلادي کال کې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شوې نو پۀ هغو ټاکنو کې محمد اشرف غني د انتخاباتو خپلواک کمیسیون لۀ لورې ګټونکی اعلان شو، چې وروسته د ډاکټر عبدالله عبدالله ټیم د نۀ منلو خبره وکړه.

نو د ډېرو جنجالونو او نندریو وروسته د جان ګیري پۀ منځګړیتوب د افغانستان د اساسي قانون خلاف د ملي یووالي پۀ نوم حکومت رامنځته شو، چې د ولسمشرۍ څوکۍ تر څنګ اجرایه ریاست هم رامنځته شو. چې  د غني او عبدالله تر منځ د حکومت برخه پنځوس/پنځوس وویشل شوه.

د ملي یووالي حکومت پۀ داسې حال کې رامنځته شو، چې د افغان ملت رایې او دې دوی احساساتو سره لوبې وشوې.

د ۲۰۱۴ میلادي کال انتخاباتو کې د چا ګوتې پرې شوې، افغانانو ژوند لۀ لاسه ور کړ، ملي اردو او نورو امنیتي ځواکونو مو قربانۍ ور کړې خو سره ددې بیا هم مشرانو دې دوی پر سر معامله وکړه، خو ملت پر دې معامله سترګې پټې کړې او د زهرو دا تریخ غړپ یې لۀ ستونې تېر کړ.

اوس چې یو ځل بیا پۀ ۲۰۱۹ میلادي کال کې د افغانستان ولسمشرۍ انتخابات تر سره شول او محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رایو پۀ اخیستو سره د انتخاباتو خپلواک کمیسیون لۀ لورې د افغانستان د ۲۰۱۹ میلادي کال د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان شو، چې ددې اعلان سره سم یو ځل بیا عبدالله عبدالله دغه پایلې باطلې وبللې او یو ځل بیا د عبدالله او غني تر منځ د واک پر سر نندرۍ پیل شوې.

کله چې ولسمشر غني د لوړې مراسم تر سره کول نو ور سره سم پۀ همغه ورځ پخواني اجرایه رئېس عبدالله عبدالله هم د خپلو پلویانو منځ کې د لوړې مراسم تر سره کړل، چې دې سره پۀ یو وخت کې د یو هیواد لپاره دوه ولسمشرانو خپل قسمونه وخوړل او دا ورځ د افغانستان پۀ تاریخ کې یوه بدنامه ورځ ثبت شوه.

د افغانستان سیاسونو پۀ وار وار هڅه وکړه، چې د غني او عبدالله تر منځ دغه سیاسي ستونزه د خبرو لۀ لارې حل کړي، چې بېلا اخیره نن دې دواړو(غني، عبدالله) تر منځ د ملي مشارکت پۀ نوم نوی حکومت رامنځته شو.

د نني توافق یا تړون پۀ منځ کې ډېرې مادې شتون لري، چې لۀ دې ټولو مادو څخه یې یو ماده دا وه، چې قاتل(عبدالرشید دوستم) ته یې د ماشالۍ نظامي رتبه ور کړه.

دوستم پۀ افغانستان کې یو لۀ هغو کسانو شمېرل کېږي، چې پۀ زورګونه انسانان یې وژلي.
دوستم د لیلې دښتې او جنګي کلا کې سخت وحشتونه تر سره کړل.

دوستم د پښتانو پۀ عام وژنه کې تر نورو فاشیستانو او قومپالانو وړاندې و.
دوستم هغه وخت زیات شهرت تر لاسه کړ، کله چې یې د لیلې دښتې تاریخي جنایاتونه تر سره کړل.

 کله چې دوستم پۀ  ۲۰۱۴ میلادي کال انتخاباتو کې د اشرف غني لومړی مرستیال شو، نو د صلیب پۀ چوپړ بوختو رسنیو لۀ دغه وحشي انسان څخه اتل جوړولو هڅې وکړې او د ولس سترګو تۀ یې خاورې ور واچولې!

 قاتل (عبدالرشید دوستم) پۀ ۲۰۱۶ میلادي کال پۀ وروستیو کې د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي یرغمل نیولی و، شکنجه کړی او جنسي زور زیاتی یې ور سره کړی دی.
د احمد ایشچي زوی ښاغلی بکتاش ایشچي پۀ دې اړه پۀ یوه لیک کې لیکي: " درې کاله مې د زړه وینې وخوړلې انتظار مو وایست، څو انتخابات وشي او د حکومت پۀ مشرتابه کې بدلون راشي څو وکولای شو دوستم محکمې ته راوکاږو او هلته سزا ورکړي، موږ هیڅکله ددې تمه نه درلوده چې د حکومت پۀ مشرتابه کې لۀ بدلون وروسته هغه ته د مارشالۍ رتبې وړانديز هم وشي."

ددې لپاره چې قاتل او غټ جنایتګار عبدالرشید دوستم محکمې ته کش شي، د جنایتونو او وژنو حساب ور سره وشي، د ایشچي د جنسي زورونې پۀ اړه ورنه پوښتنې وشي، د پښتون قوم د وژنو پۀ اړه تحقیقات ورنه وشي، برعکس یو پښتون او د واک تږی(غني)  قاتل او ظالم(عبدالرشید دوستم) ته د نظامي برخې تر ټولو وروستۍ یعنې(مارشالي) رتبه ور کوي، چې دا د افغان ولس، د ایشچي شخصیت او د هغو شهیدانو وینو ته سپکاوی دی، چې ظالم دوستم پۀ بې رحمنه توګه وژلي.

ولسمشر غني داسې یو کار وکړ، چې نۀ بۀ یې پښتون قوم هیر کړي او نۀ بۀ یې د افغانستان تاریخ هیر کړي.

افغان ولس هيڅ داسې فکر او تصور هم نۀ کولو چې غني به حکومت یو ځل بیا تقسیموي او دوستم ته به د مارشالۍ نظامي رتبه ور کوي.
مارشالي: د نظامي برخې تر ټولو وروستۍ رتبه ده.

دا رتبه هغه چا ته ور کول کېږي چې د هیواد لپاره یې توره او میړانه کړې وي.
خو دوستم څۀ کړي!؟

اوس چې د ایشچي قضیه پۀ داخل هیواد کې د دوستم لپاره دومره خطرناکه نۀ ښکاري، نو د احمد ایشچي زوی بکتاش ایشچي به د خپل پلار قضیه پۀ نړیواله محکمه کې تعقیبوي.

زموږ هیله دا ده، چې نړیواله محکمه باید د ایشچي د جنسي زورونو تر څنګ د قاتل دوستم څخه د ټولو جنایتونو پوښتنې وکړي او پۀ خپله سزا ورسیږي.