ډاکټر عبدالله: سياسي واک کې د برخې تړون چې نن لاسليک شو کوم خيرات او امتياز نه دی 

روهي (يوه نۍ/۲۸ د غوايي)، د افغان حکومت د مصالحې د عالي شورا رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې د سياسي واک د وېش کوم تړون چې نن  ورځ لاسليک امتياز او خيرات نه دی بلکې د خپلو په پاکو رايو کې رېښه لري. 

عبدالله عبدالله په ټوېټر ليکلي دي، چې  دغه تړون په داسې يو وخت کې لاسليک کيږي، چې مونږ له جدي ګواښونو شره مخ يو. له دغه تړون موه دا ده چې سولې ته لار پرانېستل شي، حکومتي چارې ښه شي او د خلکو حقوق خوندي شي. 

عبدالله عبدالله ليکلي مونږ یو ټول شموله، مسوولیت لرونكي او وړتيا لرونکي حکومت لپارہ ژمن یو او په دې پار  قانون پلی او همدا ډول د نړيوالې  وبا يا کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه وکړی شو. 

عبدالله عبدالله وايي چې اوس مهال دې ته اړتيا ده چې مونږ د يو ملت په ډول سره ټول او د ستونزو پر وړاندې په ګډه کار او هڅې وکړو.