له درېيو مياشتو کړکېچ وروسته غني او عبدالله واک سره ووېشلو 

روهي (يوه نۍ/۲۸ د غوايي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي يووالي حکومت پر مهال اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله له درېيو مياشتو جنجالونو او کړکېچنو وروسته نن د ګډ کومت طرحه سره لاسليک کړ. 

د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو له اعلان څو ورځې وروسته ولسمشر غني په ولسمشرۍ ماڼۍ او عبدالله عبدالله په سپيدار ماڼۍ کې لوړه وکړه او ځان يې ولسمشر اعلان کړ. دغه سياسي هوکړه کې ولسمشر  غني د هېواد ولسمشر او عبدالله عبدالله د مصالحې شورا مشر ټاکل شوی دی. 

د مصالحې عالي شورا دنده دا ده چې د سولې بهير به پرمخ وړي او د سولې ټاکل شوی پلاوی به هم دغه شورا ته راپور ورکوي. عبدالله عبدالله به د مصالحې شورا مشرۍ کوي. 

د عبدالله عبدالله ډلې له دې وړاندې پر ولسمشرۍ څوکۍ، ورپسې د ټاکنو د پايلو په لغوه، لومړي وزارت او بيا د سولې لومړي وزارت په څېر مقامونو په جوړېدو ټېنګار کولو.