د غږ مديريت

د راډيو او تلويزيون لپاره د غږ مديريت ډير مهم دى خصوصآ په راډيو کې غږ ته ډيره توجه کېږي، تلويزيون د انځور په مټ هم پيغام انتقالوى شي چې راډيو بيا له دې چارې برخمنه نه ده نو ځکه د راډيو لپاره د ښه غږ سپارښتنه او غوښتنه کېږي د دې لپاره چې غږ خپرونې ته په کتو مديريت شي د خپرونې ډول ته کتل کېږي، يو ښه غږ دى چې مخاطب ځان ته جذبوي د ښه غږ لپاره تل سپارښتنه دا ده چې چغي مه وهئ څومره چې کولى شئ په عادي ډول وغږيږئ تل داسې فکر وکړئ چې خپل يو نږدې ملګري سره په يوه موضوع غږېږې او بل خپرونې ته په کتو د غږ مديريت دى چې خپرونې ډول او بڼې ته بايد د غږ مديريت وشي دا ډيره مهمه ده چې مخاطب ته هغه څه په داسې ډول وړاندې شي چې څه ډول د خپرونې بڼه يې ايجابوي، څه ډول چې په رسنيو کې خپرونې په بيلا بېلو فارمټونو (چوکاټونو) کې وړاندې کيږي په همدې ډول بايد غږ د خپرونې اړوند او فارمټ ته په کتو مديريت يې وشي دا به ډيره مٶثره وي چې وياند ماشومانو ته ځانګړې شوې خپرونه په ماشومانه او کوميډي انداز وړاندې کړي نسبت دې ته چې سياسي، مالوماتي يا خبري رنګ ورکړي دا به ډيره بې خونده صحنه وي چې ماشوم د تلويزيون په سکرين کارټون ګوري خو هغه د دې پر ځاى چې د کارټون په ډول وغږيږي برعکس په مالوماتي او يا په بله بڼه غږيږي دلته مهمه دا ده چې غږ بايد همدغې خپرونې چوکاټ او طرز ته په کتو يې مديريت وشي.


د تفريحي خپرونې لپاره بايد د وړاندې کوونکي غږ تفريح ته په کتو مديريت شي د دې لپاره مخاطب بايد داسې فکر ونه وکړي چې کوم اقتصاد پوه ورته غږېږي دا د خپرونې رنګا رنګي او اصلي بڼه له منځه وړلى شي اوريدونکي بايد داسې احساس وکړي چې وياند دوى ته مخامخ ولاړ دى او ډير په نرمه ډراماتيکه او خوش رويه انداز غږيږي ځکه خپرونه دا ايجابوي چې وياند غږ بايد تفريحي او خوش اندازه بڼه ولري که تاسې هر څومره ښه غږ ولرئ خو چې خپل غږ جوړ نه کړئ اوريدونکو لپاره به په زړه پورې نه وي تر څو چې څه ډول يې خپرونه ايجابوي همغه ډول غږ مديريت نه کړئ مثلآ مايک ته ناست يا ولاړ يې غواړې د ډرامې درکړل شوې يوه صحنه ثبت کړې او رول دې دا دى چې روغتون کې بستر يې او د يو ناروغ تمثيل کوې لهجه، غږ... دې بايد د يو مريض ښکارندويي وکړي او ته بايد ځان داسې برابر کړې چې ګواکې اوريدونکي احساس وکړي چې ته په رښتيا يو ناروغ يې نه داسې چې يوه سياسي تبصره لولې نو بنآ تفريحي خپرونې سره بايد تفريحي چلند وشي...


په همدې ترتيب ادبي خپرونې ځانته سټايل لري تاسې به چيرته هم داسې ونه ګورئ چې شعر کوم وياند د خبر په انداز ويلي وي ځکه چې شعر ځانته ژبه لري او خبر ځانته، نو بنآ زه وايم چې که چيرته هر چوکاټ نثر، شعر، نظم، خبر ... په خپله ژبه ولوستل شي يو به يې حق ادا شوى وي بل به يې خوند پر ځاى شوى وي او مخاطب به يې را جذب کړى وي د دې ترڅنګ به يې اصلي ماهيت هم ساتل شوى وي هر چوکاټ ځانته جدا ژبه لري که چيرته په خپله ژبه ونه ويل شي اصلي ماهيت يې له منځه ځي، ځانته ژبه په دې مانا چې شعر بايد په خپل ژبه او انداز ولوستل شي، ټپه بايد په خپله ژبه، که چيرته ټپه د شعر په ژبه لولو لومړۍ خو دا چې نه لوستل کيږي که بيا يې لولو هم هيڅ خوند به ونه کړي په همدې ترتيب که چيرته ساده نثر د شعر په ژبه لولو هغه ډول خوند به يې نه وي څه ډول يې چې نثر ايجابوي، همدا ډول خبري ژبه بېله بڼه لري چې چټه، سخته، رسمي او تر ډيره د وياند (نطاقۍ) ژبه وي ځينې نړيوالې معتبرې رسنۍ ځانته جدا خبري سټايل لري وياندويان ته په همدې برخه کې ورکشاپونه ورکوي او هغوى روزي تر څو خپل ماهيت وساتلى شي او پيغام په ماهرانه ډول داسې انتقال کړي چې مخاطب يې ښه ترلاسه کړي او پر هغوى اغيز وکړي په ټوله کې اغيزمنه پيغام رسونه ترسره شي، نو خبرونه ويل بېل سټايل لري د پورتنۍ خبرې برعکس تاسې به چيرته هم داسې ونه ګورئ چې خبر کوم وياند د شعر په انداز ويلي وي، تاسې به ډير کله داسې اوريدلي او ليدلي وي چې يوه خبره دوه کسانو کړې وي د يو په خوله کې ډيره خوندوره وي او اغيز پريباسي خو د دوهم نفر په خوله کې جوړه نه وي دا ځکه چې لومړي کس يې هنر زده او خبره يې په خپله ژبه کړې (په هغه ژبه څه ډول چې همدغه خبره يې ايجابوي) هغه متل به مو اوريدلى وي چې "خبره کول هم خوله غواړي"خبره بايد په هنر وشي ځينې متنونه، نثرونه، شعرونه ډير په زړه پورې وي خو چې ښه ونه ويل شي، "هندو ستړى خداى ج ناراضه" ځينې نور برعکس په زړه پورې نه وي خو ولې يو څوک يې ډير ښه وايي، مخاطب راجلبولى شي نو وياند بايد دا هنر ولري چې ښه ويل وکړي، سپارښتنې ډيرې دي خو زه يوه سپارښتنه کوم تل تمرين وکړئ خپل غږ ثبت کړى او بيا يې واورئ هڅه وکړئ دبل همکار نظر پرې واخلئ.

له مايک، سټوډيو او نورو وسايلو سره بلدتيا هم مهمه ده د چاپيريال مساعدول تاثير لرلى شي ممکن يو مسلکي او پوه وياند ته دا ستونزمنه نه وي خو نوي او له مايک سره نابلده وياندويان بيا تر تاثير لاندې راځي د دې لپاره مهمه ده چې سټوډيو او له سټوډيو بهر ځينې نقاط په نظر کې ونيسئ:


1- وياند بايد مخکې له مخکې تخنيکي وسايل چک او ځان ډاډمن کړي
2- د پرېزېنټ پرمهال وياند بايد ځان داسې احساس کړي چې مخامخ کسانو ته غږېږي
3- که خپرونه ثبت وي وياند مخکې يو يا دوه ځلې بايد سکرپټ ولولي
4- وياند بايد ځان آرامه احساس کړي
5- وياند بايد په صلاحيت او پر انرژۍ خبرې وکړي
6- د بل چا تقليد مه کوئ خپلې ژبې او خبرو ته پام وکړئ
7- د وياند مخاطب بايد مالوم وي چې چا ته غږېږي، مخاطبان يې لوستي، نالوستي او که نيمه لوستي دي...
8- خپلې لهجې او د غږ تون ته دې پام وکړي
9- له سټوډيو بهر بايد شاوخوا چاپيريال ته پام وکړئ په آزاده فضا کې طبعيي غږونه موجود وي داسې نشي چې زيات شور ستاسې غږ باندې سيورى وغوړوي
10- د خبرو لپاره مناسب ځاى انتخابول که يو باغوان سره مرکه کوئ نو تر شا يې ممکن د باد او مرغانو غږونه وي نه داسې چې تر شا يې د ترګاڼۍ غږونه تر غوږو کيږي...


خو په ټوله کې مهمه دا ده چې د هرې خپرونې په پرېزينټ کې وياند بايد د خپل غږ تون برابر وساتي لنډه دا چې هره خپرونه ځانګړى د لوستلو انداز لري چې د خپرونې په سکالو او محتوا پورې اړه لري.

ماخذونه
1- د راډيويي خپرونو جوړول، احمدضيا الهام، چاپ: 1397کال. شيخ زايد پوهنتون، ژورناليزم پوهنځى ـ تدريسي مواد
2- د ويندويۍ فن، عبدالله الهام.