امریکا کاڼی ګوزار کړي نور لاس شاته نیسي

په نړۍ کې نن او له نن نه وړاندې تاریخ دا ثابته کړې، چې د وخت زبرځواکونو تل هڅه کړې، چې خپل ناروا راج د نړۍ لر او بر کې وچلوي او ددغه هدف لپاره یې له بېلا بېلو وسیلو استفاده کړې ده.

که له تېرو تېر شو، په اوسني دور کې د نورو ځواکمنو هېوادو په څېر امریکا هم په ډېرو هېوادونو کې حضور لري، په ځینو کې د یپلوماتیک او ځینو کې نظامي، چې افغانستان یې ښه بیلګه ده.

له تېرو نیږدې شلو کالو راهیسې، امریکا دلته نظامي حضور لري، دغه نظامي حضور دلته د کمو پرمختګونو تر څنګ، لویه بدبختي د جګړې روان حالت ده. نه یوازې چې دې.جګړې پای و نه موند،  بلکې ورځ تر بلې لا په زور کې د ځوانانو وینې بهوي.

له دغه حالته نه ماشوم، نه مېرمن، نه بوډا او په ټوله کې د ټولنې هیڅ فرد ترې په امن کې نه دی. ټول یې د غم په ټغر تر خپلې وسې کینول او دغه بدبختي لاپسې روانه ده.

ددغې جګړې ختم ته هغه وخت یو څه هیلې پیدا شوې، کله چې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې د کامیابۍ پړاو ته ورسیدې، چې بلاخره د دواړو یعنې امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه لاسلیک شوه.

دغې موافقې ډیر مثبت غبرګوونونه له ځان سره لرل او افغانان خوښ وو، چې نور به جګړه ختمه شي او د سولې څرګ به وګوري، خو خبره نه وو چې د وینې توېدو بل پړوا به داسې پیل شي چې امریکایان به معاف وي، خو څلوېښت کلن ناورین ځپلي افغانان به لا وژل کیږي، دا وژل تصادفي نه، بلکې چا چې جنګ راوړئ، یعنې امریکا یې عامل ده.

که چېرته امریکا ریښتیا غوښتل روان جنګ پای ومومي، اول یې باید د توافق تر لاسلیک وړاندې افغان حکومت په ټولو مادو موافق کړی وای، او وروسته له طالب لوري سره تفاهم لیک لاسلیک شوی وای، تر څو د توافق پر سره بیا لانجې نه وي رامنځته شوې.

خو ښکاري داسې چې امریکا همدا غوښتل تر څو په افغانستان کې د جګړې اور بل پاتې شي او دوی د خیر په غونډۍ ورته کیني.

اوس طالب هم ځانته یوه بهانه پیداکړې چې زمونږ ۵۰۰۰ بندیان له بنده څخه خوشې شوي نه وي، مونږ تر هغه بین الافغاني خبرو ته نه کینو، همدا د امریکا د جګړې سیاست دی چې جګړه ګرمه وساتي.

بلخوا افغان حکومت هم په مشروط ډول د ۱۵۰۰ بندیانو ازادېدل منلي، چې وروسته به طالب لوری له افغان حکومت سره خبرې پیلوي، خو داسې ښکاري چې طالبان لا په خپله خبره ټینګ ولاړ دي، چې ۵۰۰۰ بندیان خوشې شوي نه وي بین الافغاني خبرې نه پیلوو.

د همدې خبرو په جریان کې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې درنې حملې وکړې، چې زیات افغان امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښته، چې ګڼ غبرګونونه یې هم را وپارول.

اوس پوښتنه داده چې ددې موافقې معنا څه، چې لاهم وژنه او جګړه روانه ده؟

اوس په کار ده چې د امریکا دې جګړیز سیاست په وړاندې، ټول افغانان لکه چې مخکې یې هم غږ کړی، یو ځل بیا په اتفاق سره، هم په طالب او هم پر افغان حکومت بین الافغاني خبرو ته د کېناستو غږ وکړي، دغه غږ ته باید دواړه لوري له ځڼډ پرته لبیک ووایي، تر څو په افغانستان کې روانه وینه بهیدنه په ټپه ودریږي او افغانان د روانې بدمرغې جګړې د ختم شاهدان و اوسي. په دې سره به امریکا په روانه سیاسي لوبه کې چې ګوزار وکړي او لاسونه شاته ونیسي، ناکامه شي.