له نن څخه تقریبا ۱۴ میاشتې وړاندې امریکا دا وپتیله چې طالب لوري سره یوې روغې جوړې ته ورسیږي او په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.
امریکا ددغو خبرو لپاره په خټه افغان زلمی خلیل ذاد له خپل لوري له طالب مرکچي پلاوي سره د استازي په غوره کړ.
طالب لوري هم له خپل اړخه د وخت د نظام پاخه چارواکي او ان د پاکستان د ذندانو خوړلی طالب مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د امریکا د فشار په وجه د پاکستان له ذندان څخه خلاص او په قطر کې د طالب مرکچي پلاوي مشر وټاکل شو.
له اوږده ځنډ او د دولسو پړاونو تاویلې او ما ویلو وروسته د جنګ دواړه اړخونه امریکا او طالب یوې موافقې ته ورسیدل د زیانو هیوادونو د استازو تر څنګ نړیوالو سازمانونو غړو په شتون کې یاد موافقتانه د قطر په پلازمینه دوحه کې لاسلیک شوه.
موافقه په قطر کې وشوه خو دلته په کابل کې افغان ولسمشر د موافقې د یوې برخې چې پنځه زره طالبان به په لسو ورځو کې خوشې کیږي سخت مخالفت وکړ ولسمشر ملت ته په وینا کې وویل چې یاد طالب ذندانیان باید په مشروط ډول خوشې شي او دا پروسه دومره ژر امکان هم نلري د ولسمشر بل شرط چې د ذندانیانو له خوشې کیدو وړاندې باید بین لاافغاني خبرې پیل شي.
خو امریکا او طالب لوري د ولسمشر ددې خبرې خلاف څرګندونې وکړې طالب لوري په خپلو اعلامیو کې وویل زمونږ موافقه له امریکا سره شوې او امریکا به خپلې ژمنې پوره کوي.
دلته امریکا هم ځان د نړۍ زبرځواک هیواد ګڼي او نه غواړي چې خپله موافقته نامه یې عملي نشي ددې موافقته نامې د عملي کیدو لپاره څو څو ځلې زلمی خلیزاد او ان د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم کابل ته سفر وکړ تر څو د نورو سیاسي خبرو تر څنګ د طالب ذندانیانو پر موضوع هم له ولسمشر غني سره خبرې وکړي خو یادو لیدنو د پام وړ پرمختګ له ځان سره نه درلود پمپیو امریکا ته په رسیدو سره په افغان حکومت د فشار لپاره د یو میلیارد ډالرو د کمیدو خبره وکړه.
د پمپیو یادې خبرې ددې لپاره دي چې په افغان حکومت فشار راوړي تر څو ددوی او طالبانو ترمنځ موافقه بریالۍ شي.
ددې ترڅنګ ځینو غربي رسنیو هم داسې راپورنه خپاره کړي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپل ټیم فشار راوړی تر څو موافقه بریالۍ شي او دی د نوبل جایز ګټونکی شي.
د همدې لپاره مایک پامپیو په افغان سیاسیون فشار راوړي ترڅو موافقه کامیابه شي.
تازه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د پیغور په ژبه پر افغان سیاستوال او طالبانو غږ کړی چې خپلو منځو کې سره خبرو ته کېني او د خپل هېواد ۴۰ کلنه غمیزه پای ته ورسوي. ښاغلي پومپیو واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، ټولې ښکېلې غاړې پوهېږي چې امریکا د دوی لپاره هر څه نشي کولی.
د پمپیو له دې خبرو ښکاري چې که هر څنګه وي د خپلې موافقې د بریالیتوب غوښتوونکي دي او افغان حکومت باید د طالبانو پر خلاصون پیل وکړي دلته بیا افغان حکومت د طالبانو ۲۰۰ بندیان له بند څخه خلاص کړ.
د پمپیو ورستیۍ او مخکینې خبرې باید افغان سیاسیون پر یوه ټغر را ټول کړي تر څو روانه کشاله حل کړي او پدې فکر کې شي چې همیش زمونږ لپاره بل څوک د هیواد د جوړونې سبب نشي کیدای او همدا افغانان به وي چې د خپل هیواد زعامت به په لاس کې اخلي کورني او بهرني دوښمنان به ځپي او دا هیواد به په خپل اراده رغوي.
اوس نو افغان حکومت، طالب، سیاسیون، قومي مخور، علماء، مدني ټولنې او په ټوله کې د هر افغان مسوولیت جوړیږي چې ځان د بهرنیانو له پیغور څخه وساتي او د خپلې ۴۰ کلنۍ روانې غمیزې څخه په یوالي او اتفاق سره ځان خلاص او د یوه اباد او سرلوړي افغانستان لپاره کار وکړي.
وروستي