سوله که د اور لمبه؟

که تاریخ ته نظر وکړو څومره جګړې چې شوي د حل لاره یې اخر هم د طرفینو ترمنځ خبرو ته ناستی ده چې بلاخره سترې جګړې په سوله بدلې شوي دي.

که د نړۍ د نورو هیوادو څخه را تیر شو د خپل هیواد وروستیو څلویښتو کلونو ته نظر وکړو دلته دا څلویښت کلونه کیږي چې تر نن ورځ پورې جګړه غځیدلې او ستره قرباني یې خوار افغانان ورکوي او لا هم معلومه نده چې تر کومه به دا بدمرغه جګړه غځول کیږي او خشاک به یې افعانان وي.

د جګړې په هر پړاو کې د سولې په نوم خبرې ګرمې شوي دي او د سولې تږو افغانانو لکه جل وهلي چې سیوري ته ځان رسوي دوی یې دومره لیواله کړي چې دا د سولې تنده به یې کله خړوبه کیږي.

د امریکایي ځواکونو له راتګ څخه نږدې شل کال پوره کیږي چې دې جګړې افغانانو ته خورا زیات زیانونه واړول خو د جګړې د ختم او د سولې د راتګ اوازې له تیر یو نیم کال څخه غږول کیږي چې دا خبرې تر دې حده ورسیدلې چې د جګړې د دوو اصلي طرفینو یعنې امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې توافقنامه لاسلیک شوه چې ددې توافقنامې په اساس به امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وځي او په بدل کې به یې تر هغې چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې میشت وي طالب لوری به ورباندې حملې نه کوي او له افغان خاورې څخه په امریکا او متحدینو باندې به حملې نه کیږي.

دا خو هغه څه وه چې ددوی ترمنځ لاسلیک شول خو چې افغانانو کومه تمه درلوده هغه لا هم خیال او خوب ده ښه په درز کې عام افغانان او د جګړې په دواړو اړخونو کې لاهم افغانان قرباني ورکوي چې د افغانانو هغه هیلې چې د سولې اړوند وې مړاوې ښکاري سوله د هیواد لپاره هلته بریالۍ ګڼلی شو چې عام افغانان او د جګړې دواړو اړخونه ټوپک پر ځمکه کیږدي او خپلو کې د ورورولۍ غیږې سره ورکړي. 

اوس په افغانستان چې د سولې خبرې تر بل هر وخت زیاتې کیږي همهاله ورسره د جګړې کرښې هم ښې ګرمې ساتل شوي دي چې هره ورځ د هیواد له بیلا بیلو سیمو څخه د جګړې او مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کیږي چې دلته عام افغانان فکر کوي چې دا اوس سوله ده که د جګړې سرې لمبې لا هم را وریږي سرې لمبې ځکه ورته ویلی شو چې د افغانستان امنیت شورا په وروستي راپور کې ویلي دي چې تیره اوونۍ د افغانستان په وروستیو شلو کلونو کې خونړۍ اوونۍ یاده شوې ده اوس اندیښنې لا زیاتې دا دي چې د سولې په نوم داسې نه چې د بلې داسې جګړې شاهدان اووسو چې دا شته هر څه پکې له لاسه ورکړو.

عام افغان د جګړې د بین الافغاني لورو څخه غواړي چې تیر کې هم بهرنیانو د چل ول په توګه خبرې ګرمي کړي او په اصل کې د بلې جګړې لپاره په داسې پلانونو کار کړی چې له بدو بدتر شوي یو نو پکار ده چې دا ځل د سولې له روانو حالاتو داسې استفاده وشي چې نه سیخ سوی او نه کباب او دواړه لوري په پوره غور سره د هیواد او ولس ملي ګټې په نظر کې سره ونیسي او له شخصي ګټو او چوکیو تیر او په ملي ګټو سره جوړ شي او یو بل د وجود برخه وګڼي او د پردیو شومې د سیسې په خپل ذهن سره د وطن د ګټو په خاطر له خاورو سره خاورې کړي او پرینږدي چې د سولې په نوم مو د اور په لمبو کې وسوځوي.