روهي (پنځه نۍ/۲۵ د غوايي)، د جمعيت ګوند غړی او پخوانی جهادي قومندان تورن اسماعيل خان د سولې بهير کې د افغان حکومت پر سياست او پالېسيو نېوکې کړې دي.
اسماعيل خان ويلي دي "په څرګنده وايم چې د سولې بهير کې افغان حکومت د طالبانو پر وړاندې تېروننه کوي. طالبانو له تاوتريخوالي او جګړې هېڅ لاس نه دی اخېستی او دا حکومت چې کله د فعالې دفاع او کله بل څه په نوم دريځ نېسی."
اسماعيل خان زياته کړې ده، "دا هم ويلي دي چې حکومت بايد په پوځي برخه کې وړتيا لوړه کړي ترڅو له دې لارې طالبان اړ کړي چې د سولې خبرو ته کېني. د سيمه هېوادونه بايد دا باور تر لاسه کړي چې افغان حکومت د جګړې د ادارې وړتيا لري."
اسماعيل خان په داسې وخت کې دا څرګندونې کړې دی چې ولسمشر غني په هېواد کې د وروستيو خونړيو بريدونو وروسته د طالبانو او نورو وسله والو ډلو خلاف افغان پوځ د دفاعي حالت پر ځای د تهاجمي حالت امر کړی.
وروستي