د کابل او جلال اباد وروستي خونړي ترهګریز برېدونه او نوې ننګونې:




د کابل او جلال اباد خونړېو بشر ضد یښو بېلا بېلا غبرګونونه راپارول. ټول ملت په یو خوله دغه غیر اسلامي او غیر انساني پیښې په کلکو ټکو وغندلې او عاملینو ته یې د سختې سزا غوښتنې وکړي. ولسمشر د پیښو تر غندلو وروسته د تهاجمي برېدونو امر وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپیو په یوه اعلامیه کې د پیښې د غندلو تر څنګ عاملینو ته د سزا ورکولو لپاره د حکومت او طالب د ګډې همکارۍ غوښتنه وکړه.

که څه هم د دوحې د تړون نه وروسته د طالبانو په وړاندې د امریکا په درېځ کې د پام وړ بدلون راغلی دی. دا چې په اوسنیو حساسو شیبو کې افغانستان د یو ستر ناورین سره مخامخ دی، د تازه اعلامیې د ژبې نه داسې ښکاري چې امریکا اوس طالب ته د یو سیاسي او نظامي ځواک په سترګه ګوري. دا چې امریکا د حکومت او طالبان غوښتي چې دواړه باید باید ګډ کار وکړي، د حکومت لپاره نوې ستونزې رامنځ ته کولای شي. پدې مانا چې امریکا د افغانستان نه د وتلو لپاره خپلې هلې ځلې لاپسې ګړندې کړې دي. کیدای شي دا نوی درېځ به د افغان حکومت سره د امریکا پراخه نظامي او مالي مرستې تر سوال لاندې راولې. که څه هم د دوحې په ښکاره تړون کې داسې څه نه دې راغلې چې ګواکې امریکا دې د افغان حکومت سره مرستې نه کوي. ایا د امریکا دا اوسنی درېځ به د طالبانو سره د کومې پټې ضمیمې برخه نه وي؟ 

د ولسمشر غني د تهاجمي برېدونو په تړاو روسیې په یوه اعلامیه کې اندېښنه ښودلی او وایي چې تهاجمي برېدونه به د سولې په وړاندې خڼد رامنځ ته کړي. د روسیې اوسنی درېځ د افغان حکومت لپاره یو ډپلوماتیک سرخوږی کیدلی شي. دا پدې مانا چې روس د یوه نږدې او زورور ګاونډي په توګه د افغان حکومت د تګلارو نه ملاتړ نه کوي. د روس ډپلوماتیک ملاتړ به افغان حکومت ته نوی فرصت په لاس ورکړي. اوسمهال د داسې څه څرک نه ښکاري چې ګواکې افغان حکومت دې د روسانو باور تر لاسه کړی وي.

که څه هم هند په افغانستان کې، پرته د طالبانو د حکومت نه، د اوسني حکومت په ګډون نورو ټولو پخوانیو حکومتونو سره د پاکستان په ضد ښې اړیکې لري او درلودلې. یو وخت هند د افغانستان په بیا رغونه کې پنځم مرستندویه هېواد شمېرل کیده.  اوسمهال هم افغان حکومت سره د هند پراخه مرستې دوام لري. کیدای شي دا مرستې یو څه ټکنې شي هغه دا چې پدې وروستیو کې خلیلزاد هند ته سفر وکړ او د هند حکومت نه یې وغوښتل تر څو طالبانو سره مخامخ اړیکې ونیسي. طالبانو هم هند سره د ښو اړیکو غوښتنه کړی او د هند د مرستو هرکلی یې کړی دی. دا ځل امریکا د طالبانو لپاره لابي کوي تر څو هند طالبانو سره اړیکې ونیسي. هند د امریکا یو سیاسي او تجارتي ستراتیژیک همکار دی. کله چې تېر کال (۲۰۱۹) کې د هند حکومت د هندي کشمیر نیمه خپلواکي پای ته ورسوله، امریکا کوم داسې منفي غبرګون ونه ښودو چې د هند حکومت پرېکړه وننګوي. دا په خپله د هند لپاره یوه ستر لاس ته راوړنه ده. د ټرمپ وروستی سفر هند ته د دواړو هېوادنو د مخ په پراخېدونکو اړیکو ښکارندوی کوي. په سیمه کې سیاسي پرمختګونو ته په کتو سره هندي، کارپوهان خپل حکومت ته مشوره ورکوي چې د طالبانو سره نیغه په نیغه اړیکې ونیسي. که چیرې دا اړیکې پیل شي، دا به د افغان حکومت لپاره بله ستونزه وي.

د ولسمشر تهاجمي امر به کومې پایلې ولري؟
لومړی: د ولسمشر د تهاجمي امر په تړاو په کور دننه بېلا بېل غبرګونونه رامنځ ته شوي دي. یو شمېر افغانانو د تهاجمي برېدونو هرکلی کړی دی او په ولسمشر یې غږ کړی دی چې طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړي. یو شمېر نورو بیا تهاجمي برېدونو سره مخالفت ښودلی دی او وایي چې وینه په وینه نه منځل کېږي، او د سولې خبرې باید لغوه نه شي. یو شمېر نورو افغانانو بیا د ولسمشر تهاجمي امر ته محتاطانه غبرګونه ښودلی دی. دغه بېلابېل غبرګونونه جوته کوي چې ټول ملت د جګړې په دوام او د سولې خبرو په لغوه کیدو همغږی نه دی. 

دویم: د جګړې د جاري ساتلو لپاره افغان حکومت پراخه مالي او نظامي مرستو ته اړتیا لري چې اوسمهال امریکا د دغو مالي او نظامي مرستو غوښنه برخه چمتو کوي.که چیرې امریکا د سولې پروسې ته ژمنه پاتې شي، او د افغان حکومت د تهاجمي برېدونو لپاره اړینې مالي او نظامي مرستې چمتو نه کړي، افغان حکومت باید څه وکړي، د کومو هېوادونو نه مالي او نظامي مرستې تر لاسه کړي؟ ایا هند او یا کوم بل هېواد د دې جوګ دی چې دا دروند مالي او نظامي بار په اوږو واخلي. زما په ګمان اوسهمال یو هېواد هم دې ته چمتو نه دی چې افغان جګړه کې ځان ښکيل کړي.

زما په آند، افغان حکومت باید د دفاعي او تهاجمي برېدونو تر څنګه د سولې پروسه هم مخ په وړاندې یوسي تر څو طالبان دې ته اړ کړل چې سوله وکړي. پدې سره به د امریکا مالي او نظامي ملاتړ هم د لاسه ور نه کړو او هم به په حکومت غیر ضروري فشار را نه شي. د دې تر څنکه افغان حکومت باید خپله اوسنۍ  بهرنۍ تګلاره کې د پام وړ بدلون راولي تر څو د نوو سیاسي پرمختګونو او ننګونو په وړاندې پوره چمتووالی ولري. 

د لېکوال په اړه: 
عبدالله خان لندن مېشته افغان چې په حکومت، سیاست او پالیسۍ کې د ماسټرې تر کچې زده کړې لري. 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ