ولسمشر غني ضیاالحق امرخېل په پارلماني چارو کې د دولت وزیر وتاکلو 

روهي (څلورنۍ/۲۴ د غوايي)،  ولسمشر  محمد اشرف غني د يو  فرمان پر بنسټ خپل يو سلاکار ضیاالحق امرخېل په پارلماني چارو کې د دولت وزیر وټاکلو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ويلي شوي دي، ښاغلی ضیاالحق امرخېل چې په انکشافي مدیریت کې له ایټالیا هیواد څخه ماسټري لري،د هیواد ځوان سیاسي او ولسي شخصیت دی. 

نوموړی تر دې وړاندې په ولسي او سیاسي چارو کې د جمهوررئیس سترسلاکار او تر هغه دمخه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس و.

جمهوررئیس غني، ضیاالحق امرخېل ته په نوې ورسپارل شوې دنده کې د خدای تعالي په دربار کې د بریا هیله کوي.