د نړۍ د هېوادونو پوځي رتبې له يو سره ډېر ورته والی او نېږدې والی لري خو په ورته وخت کې يې ترمنځ يو څه توپير هم شتون لري. په تېر کې د افغانستان ملي پوځ رتبې ۱۳ خو په وروستيو کې دوه پوځي رتبې لېرې شوې او اوس مهال يې شمېر ۱۱ دی. 
۱- درېيم بریدمن Sub-Lieutenant: 
د افغانستان د ملي پوځ لومړۍ او ترټولو ټیټه رتبه ده، چې اوس مهال له منځه تللې. د دغه رتبې نښه يو پلېټ يا خط دی. 
۲- دويم بريدمن Second Lieutenant: 
دغه رتبه يو پلېټ او يو ستوری سره ښوودل کيږي. پخوا کې دغه رتبې ته بلوک مشر دویم ويل کېدل. 
۳- لومړی بريدمن   First Lieutenant: 
يو پلېټ او دوه ستوري. پخوا ورته لومړی بلوک مشر ويل کېدل. 
۴- تورن Captain: 
د تورنۍ رتبه دوه پلېټه او يو ستوری دی. د افغانستان په تېر پوځي نظام کې د تورنۍ رتبې معادل ټولی مشر وو. 
۵- جګتورن Senior Captain:
دغه رتبه اوس مهال نشته. دوه پلېټه او دوه ستوري يې نښه ده. ټولی مشر قدمدار يې پخوانی نوم وو. 
۶- جګړن Major: 
دغه رتبه په يوې جوړې تورې او يو ستوري ښوودل کيږي. جګړن ته کنډک مشر هم وايي. 
۷- ډګرمن Lieutenant Colonel:
يوه جوړه توره او دوه ستوري د ډګرمن نښه ده. ډګرمن ته پخوا غنډ مشر ويل کېدل. 
۸- ډګروال Colonel: 
د ډګروالۍ رتبې نښه يوه جوړه توره او درې ستوري دي. لوا مشر د ډګروال مساوي رتبه وه. 
۹- بريد جنرال Brigadier General:
د افغانستان يو ملي نښان او يو ستوری بريد جنرال وي. 
۱۰- تورن جنرال Major General: 
د افغانستان يو ملي نښان او دوه ستوري د افغانستان په ملي پوځ کې د تورن جنرال رتبه ښيي. 
۱۱- ډګر جنرال Lieutenant General:
په تېر وخت کې يې تورن جنرال ته نايب سالار ويل. د افغانستان يو ملي نښان او درې ستوري د ډګر جنرال پر اوږه وهل کیږي. 
۱۲: ستر جنرال General يا Four Stars General: 
د جنرالۍ وروسته رتبه ده. تېر وخت کې سترجنرال ته سپهسالار ويل کېدل. د افغانستان يو ملي نښان او څلور ستوري د سترجنرال پر مټ يا سينه وي.
۱۳- مارشال Marshall
: مارشالي د افغانستان او نړۍ ډېری هېوادنو ترټولو لوړه پوځي رتبه ده. د افغانستان په ملي پوځ کې د افغانستان يو ملي نښان، يوه جوړه تورې او يوه ستوری د مارشال نښه ده. افغانستان کې مارشال شاه ولي خان په پوځي وړتيا او مېړانې دغه رتبه اخیستې وه او محمد قسيم ته د امتياز په ډول ورکړل شوې وه.