غزل

دا بد که ښه کېږي یار؟
تاته مي زړه کېـږي یار

ولې اظـــهار د مینــــي؟
دواړو نه، نه کېږي یار

که دا اغیار وي اشنـــــا
چې نور به څه  کېږي یار؟

دلته آن قتــــــل عام دی
نور خو هر څه کېږي یار

دلته ژوندي، ټول بد دي
تعــریف د مړه کېږي یار

که خوشالۍ ووېشو...
ټــــــولي د ده کېږي یار

"دانــــش" حساب د ګناه
درســـــــــره، به کېږي یار