وران هیواد

خدایه راغی خبر مړ بل قهرمان دی
خدایه بیا وژلی چا ښکلی افغان دی

څه تور خړ مازدیکری دی څه غمونه
ژونده تا نه او بیزار له دا جهان دی
هغه ښکلی نازولی زوی یتیم شو
هغه نن په چغو چغو کې نالان دی

هغوئ لاړه ځاریده چې تر وطنه
لکه ځار چې هر مین تر خپل جانان دی

ته دانشه په غمونو کې را لوی شوې
له هر غم سره آشنا مو هر نادان دی