علي وزير په کرونا ويروس اخته شوی 

روهي (درې نۍ/۲۳ د غوايي)، د راپورونو اړوند د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی علي وزير په کرونا ويروس اخته شوی دی. د نوموړي روغتيايي وضعيت ښه بلل شوی دی. 

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي محسن دوړ په کرونا ويروس د علي وزير د اخته کېدو تائيد کړی او له خلکو يې غوښتي چې نوموړي ته دعاګانې وکړي. 

له دې وړاندې د پاکستان د پارلمان مشر اسد قيصر او څلور نور غړي هم په کرونا ويروس اخته شوي وو.