طالبانو بادغيس او فارياب ولايتونو کې ۵۳ د افغان حکومت بنديان خوشي کړل 

روهي (دوه نۍ/۲۲ د غوايي)، قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په ټوېټر ليکلي دي، چې د بنديانو د خوشي کېدو په بهير کې يې ۵۳ نور د افغان حکومت بنديان خوشي کړي دي. 

دغه بنديان چې طالبان يې د کابل ادارې کارمندان يادوی نن ورځ په شمالي فارياب او بادغيس ولايتونو کې نن ورځ د طالبانو له بند خوشي شوي دي. 

ويل شوي دي چې دغه بنديانو ته پنځه زره افغانۍ هم ورکړل شوي دي. د يادونې ده چې نن ورځ د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل وويل چې تر يو لنډ وخت يې د طالب بنديانو د خوشي کېدو بهير ځنډولی دی.