کرنيل امام راته شراب روا کړي وو، ځکه خو نه د خالد بن وليد او نه په قرآن مو اړي وکړه او پرې له پاسه وختو
د جهاد په مقابل کې چې د لواطت اسلامي، قانوني واخلاقي جُرم ته شخصي معامله ويل کيږي، نو له داسې مصالحې شوری له رئيسه به موږ څه د خير تمه وکړو؟
نوټ : دوستم نه يوازې د خپلې توبې او بښنې له پاسه ختلی، بلکې له دې علاوه له خپل واکه د ناوړه استفادې، قانون، اخلاقو او کلتور ته هم په سپکه کتلي. په نوره نړۍ کې دا ډول اعزازي رتبې خلکو ته د چوپړ په مقابل کې ورکول کيږي، خو موږ د جهاد له برکته هر اړخيز مجرم ته ورکوو. يو څوک چې د خپل واک د لاسته راوړنې لپاره له پوهاوي سره سره د الله تعالی پر هغه اسماني کتاب چې اسمانونو، زمکو او غرونو ورته غاړه کېنښووه، خو عبدالله پرې پر زغرده ورغی او ټولې پولې يې ونړولې. کله ناکله د عليا مصالحو لپاره د ”تعطيل المفاسد وتقليلها“ په پام کې نيول اړين دي. دعبدالله او ډلې شا ته يې ډېر پراخ ناولي او اوږده لاسونه دي چې محتاطانه برخورد به ښه او غوره وي.
طالبانو ته د کرنيل امام د فتوی او د عبدالله ډلې د څرګندونو ورته والی:
د افغانستان د جهاد داستان
۵۱ - ۵۲ مخونه
له موږ سره د آی ايس آی په يو بل ګروپ کې ځينې افسران ملګري وو چې هغوی د مجاهدينو سره په ”ديني“ او ”د هغوی د ذهن جوړولو برخه کې“ کار کولو.
داسې کسان چې ماښام کې به مونږ کله کله د مشرانو لخوا د شپې ملسمتيا برابرېدله، نو دوی به شراب هم څکل او سهار به بيا د کار په ځای کې داسې وو چې سم پاخه ملايان به ښکارېدل. ما به ورته ويل چې دومره دوه مخې ژوند کول به تاسو ته تجربه کيږي چې څومره ګران دی، خو هغوی به خندل او ويل به يې چې بس اوس مونږ ملايان يو.
نو هلته مې د يو غټ افسر نه د دې پوښتنې د هواري له پاره پوښتنه وکړه هغه يو ساده مثال راکړ او دا بيا زما دې ډلې بيخي قبول کړ.
هغه ويل چې ورته وايه ”د خدای لاره کې جهاد له پاره هرڅه روا دي کله چې ته د خدای ج د دين ساتنه کوې، نو هغه بيا ستا داسې وړو وړو غلطيوته نه ګوري“.
دهغه د خولې يوه عربي جمله خدايزده چرته يې ياده کړې وه اوس هم راته ياده ده او دا مجاهدين پرې راضي شول. هغه جمله څه داسې وه. (الضروريات تبيح المحضورات) يعنې ضرورتونه بنديزونه رفع کوي.
سمه بڼه : ((ان الضرورات تبيح المحضورات))
دلته دوه ټکو ته اشاره شوې چې :
-
يوه يې په ((ديني))،
-
او بله يې ((په ذهن جوړولو)).
زه به د دې قضاوت خپل ولس، علمای کرامو، جهاديانو او د اسلامي امارت پورې اړوندو طالبانو او د هغوی پلوي علماو په تېره بيا شيخ محمد عمر خطابي او پير اغا او قانون پوهانو ته پرېږدم چې په دې تړاو څنګه قضاوت کوي؟
هغه تېر او اوسنی ټول ټال د پير اغا پر خبره چې موږ دا څلوېښت کاله کړی، نو پير اغا دې دېته هم وګوري چې جهادي روزونکي يې ورته د شرابي افسرانو له ليارې او روزنې چې له دوی سره يې په ((ديني)) او په ((ذهن جوړولو)) کې کار کولو بنسټ اېښی. نو پير اغا او شيخ خطابي دې دا ما ته را په ګوته کړي چې هغه قرآني وحديثي او هم د حنفي فقهې لاسوندونه را په ګوتو کړي چې زموږ اسلامي ارزښتونو او حنفي فقهې داسې جواز يعنې مشروعيت ورکړی وي چې شرابي افسرانو ته دې د دوی په ((ديني)) او په ((ذهن جوړولو)) کې محرماتو په تېره بيا شراب څښنې اجاز ورکړل شوي وي؟
زه له ډاکټر عبدالله ګيله نه لرم، خو ګيله مې د جمعيتي عالم مولوي شهزاده کيږي چې منحيث يو عالم يې ولې د اووه لس نيم زره $17500 ډالرو په بدل کې دې ډول ناروا معاملې ته له خپل علمي موقفه ناوړه ګټه پوره کړه؟ يو حقوقپوه ان تر دې چې الوتکه يې ورته شخصي چارتر کوله په درې لکه ډالرو زړه نه ښه کوي، خو زموږ مولوي صاحب لکه چې ډالرو ته اشتها وه که څنګه؟
دا هماغه عبدالله دی چې د افغانستان د ټولو تباهيو او برباديو نظامي تيوريسن حميد ګل يې په تړاو د احمد شاه مسعود په شخصي مېلمستون کې د خپل چوپړ خبره کوي، نو يو څوک چې د خپلې خاورې په سرسخته دښمن په چوپړ نه شرميږي او له بل لورې د خپلې لوړې لپاره ټول اسلامي، قانوني، اخلاقي او کلتوري ارزښتونه او نورمونه له پامه غورځوي او د ناروا سوګند ته رامخته کيږي، نو د داسې يو ذليل او پست انسان څخه څوک څه د خير تمه وکړي؟
له بل لورې بيا د اسلام پرېښتې طالبان له دغسې يو شخص سره جوړ راځي چې روزونکی او د روزونکي بله ډله افسران يې په شرابو اړ نه وي او شرابو ته وړه ګناه وايی او له بل لورې بيا ډاکټر عبدالله د خپلې لوړې او واک لپاره پر هغه اسلامي ارزښت ورخېژي چې موږ پرې وياړو چې ((موږ د اعلاء کلمة الله لپاره جهاد کړی دی))، نو :
-
”د خدای لاره کې جهاد له پاره هرڅه روا دي کله چې ته د خدای ج د دين ساتنه کوې، نو هغه بيا ستا داسې وړو وړو غلطيوته نه ګوري“.
-
”جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړه چې ټول هر اړخيز اسلامي، قانوني - اخلاقي او بشري ارزښتونه يې تر پښو لاندې کړي د سياسي هوکړې په پار قانوني جُرم ته شخصي مسأله بولي“.
نو دا زموږ د ټولو جهادي ارزښتونو او د اسلامي امارت د شرعي نظام پايله چې څنګه هغه ارزښتونه چې موږ دې ولس پرې د مليونونو انسانانو په بلهارۍ سره سرونه ورکړي، خو د کرنيل امام او د عبدالله له لاسه دومره بې ارزښته شول چې هر يو لوری د خپلو موخو د لاسته راوړنې لپاره هېڅ پولې په پام کې نه نيسي، خو د خپل واک لپاره له هر څه تېر دي.
منم چې د عبدالله او د ډلې شا ته يې ډېر لوی او اوږده لاسونه د سيمه ييز مثلث، بلکې د رباعي وخُماسي سيمه ييزو لوبغاړو او سترو قوتونو [اسلام اباد، تهران، مسکو، بېجنګ وانقرې] لاس دی چې ولسمشر ته به لږه ګرانه وي چې په اسانه راقابو (کنترول) يعنې را اداره کړي، خو حق حق دی او څښتن تعالی د حق ملګری دی. د هېواد اساسي قانون څه وايی؟ کله ناکله د عليا مصالحو لپاره د ”تعطيل المفاسد وتقليلها“ په پام کې نيول اړين دي. عبدالله او ډلې يې د طالبانو او نورو بېګانه په شمول خبره او وضعيت تر همدې کچې رارسولی دی چې ځينې وخت د هېواد لوړې ګټې او مصالح عليا په پام کې نيول اړين دي.
تېرځل خو ولسمشر ته هم د وېش (تجزيې) د خطر زنګ وهل شوی وو، خو اوس هم افغانستان د نظام دننه او بهر مخالفينو له خطر سره مخ دی. له يو لورې ټول اسلامي او هېوادني ارزښتونه تر پښو لاندې کيږي او له بل لورې هېواد له يو داسې پېچلي بُحران سره مخ دی چې د نظام دننه او بهر مخالفين او دښمنان يې هر وخت له وېشه په تالا خوښ دي. خو الله دې هېڅکله داسې ونه کړي چې د چا زړه راباندې يخ شي.
ابن تيميه رحمه الله وايی :
د دوو شرونو ترمينځ يو غوره کړئ. هغه چې شر يې تاسې ته لږ وي.
ابن تيميه رحمه الله :
ليس العاقل الذي يعلم الخير من الشر؛ انماالعاقل الذي يعلم خير الخيرين وشر الشرين.
شيخ يو سف القرضاوي
ويقول ابن تيميم رحمه الله : والشارع يرجح خير الخيرين بتقوية أدناهما؛ ويدفع شر الشرين بالتزام أدناهما.
خير الشرين بين التغير والثبات
تزاحمت المصالح وتراكمت المفاسد فلم يعد أي منا قادرا على الترجيح بينهما لعلمه الخير من الشر فقط، يقول شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله "ليس من العقل أن يعلم الخير من الشر فقط، بل يجب أن يعلم خير الخيرين وشر الشرين ويعلم أن الشريعة مبناها على تحصيل المصالح وتكميلها وتعطيل المفاسد وتقليلها، وإلا فمن لم يوازن ما في الفعل والترك من المصلحة والمفسدة الشرعية فقد يدع الواجبات ويفعل المحرمات"، والعاقل هنا من عمد إلى تقديم الأعلى من المصالح على أدناها كتقديم الفريضة على النافلة والمصلحة المتعدية إلى الغير على المصلحة القاصرة على النفس.
يقول الشيخ ابن السعدي رحمه الله في منظومته في القواعد الفقهية "الدين مبني على المصالح في جلبها والدرء للقبائح، فإن تزاحم عدد المصالح، يقدم الأعلى من المصالح وضده تزاحم المفاسد، يرتكب الأدنى من المفاسد".
=-=-=-=-=
ابن تيميه والتفريق بين الشرين
يقول شيخ الإسلام ابن تيمية- رحمه الله-:
(كما يقال ليس العاقل الذي يعلم الخير من الشر إنما العاقل الذي يعلم خير الخيرين وشر الشرين…) …(الفتاوى 20 / 54)
وقال:
(والشارع دائمًا يرجح خير الخيرين؛ بتفويت أدناهما، ويدفع شر الشرين؛ بالتزام أدناهما… (الفتاوى 23/182).
لماذا هذا القول منه رحمه الله ؟
لأن من لم يوازن الامر في الفعل والترك بالمصلحة الشرعية, وبالمفسدة الشرعية, فقد يدع واجبا, ويفعل محرما.
من أمثلة التفريق بين الشرين:
أن تفرق بين الشر الأصيل المنبثق عن عقيدة كشر اليهود والرافضة والماركسية وهو ما يسمى بالشر الشرقي . والشر الطارئ المنبثق عمن تأثر من الآخرين، أو شر طارئ منبثق عن هوى وشهوة. كشر النصارى أو ما يسمى بالشر الغربي الديمقراطي ، وشر الإسلام الثوري ومنهم الخوارج وشر عامة اللصوصيين. فشرهم كله يعتبر شرا طارئا.
وكذلك أن تفرق بين شر الكفر الناشئ بعد معرفة الحق وقصد الكفر ككفر اليهود. وشر الكفر الناشئ عمن أراد الحق ولكنه ضلّ ككفر النصارى.
وعليه؛ من الناس من ينشغل في الدعوة أو الصراع السياسي عن الشر الأصيل المنبثق عن عقيدة (الشرق) مع علمه بوجوده، بالصراع مع الشر الطارئ المتأثر بغيره (الغرب).
ومنهم من ينشغل بالشر الأصيل المنبثق عن عقيدة (الشرق) مع عدم العلم به وعدم رؤيته كشر اليهود والرافضة والماركسية ، بالشر الطارئ (الغرب) الذي لا يرى غيره كشر النصارى.
و الصنف الأول هو الأسوء.
قال ابن تيمية رحمه:
(فلا يجوز دفع الفساد القليل بالفساد الكثير، ولا دفع أخف الضررين بتحصيل أعظم الضررين، فان الشريعة جاءت بتحصيل المصالح وتكميلها وتعطيل المفاسد وتقليلها بحسب الإمكان، ومطلوبها ترجيح خير الخيرين -إذا لم يمكن أن يجتمعا جميعًا- ودفع شر الشرين -إذا لم يندفعا جميعًا… (الفتاوى 23/ 343).
والله أعلم.
د عبدالله ډله: جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړې سره د احمد ايشچي مخالفت د دوی شخصي مساله ده
https://rohi.af/news/85366
د لېکوال په اړه:
سيد حسين پاچا