د عبدالله عبدالله ډله: جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړې سره د احمد ايشچي مخالفت د دوی شخصي مساله ده 

روهي (يوه نۍ/۲۱ د غوايي)، د ولسمشريزو ټاکنو پر سر د راپورته شوي سياسي کړکېچ په اړه ويل کيږي چې پای ته نېږدې شوی او ولسمشر غني عبدالله عبدالله به په نېږدې ورځو کې سياسي هوکړه سره لاسليک کړي. 

د عبدالله عبدالله ملاتړي جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړه هم د دغه سياسي توافق يوه برخه ده چې ثبات او همپالنې ټيم ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړی دی.د احمد ايشچي زوی د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په پتو پرانېستی ليک ليکلی او دوستم د مارشالۍ رتبې سره يې په مې مخالفت ښوودلی وو. 

د احمد ايشچي زوی بکتاش ايشچي له ولسمشر غني غوښتي چې دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې پر ځای، هغه محکمې ته د تګ وړ دی او بايد د بشري سرغړونو په اړه ترې پوښتنې وشي. نوموړی  پرعبدالله عبدالله  هم غږ کړی چې د يو جنايتکار له ملاتړ او امتياز ورکړې دي لاس په سر شي. 

د بکتاش ايشچي د دغه غوښتنې او نيوکو په ځواب کې د ثبات او همپالنې ټيم يو شمېر غړو رسنيو ته ويلي دي چې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړه نهايي شوې ده او دا چې احمد ايشچي او يا نور مخالفت ښيي نو د دوی شخصي مشکل دی.