څه کم دوه لسيزې وړنداې مو په خوښۍ او موسکا د رمضان مبارکې مياشتې د راتلو شپې ورځې شمارلي، خو ډېر ﺯر د دغې مبارکې مياشتې لومړۍ لسيزه تېره شوه دوېيمه يې په خمتيدو ده او دوه ورځې ورورسته درېيمه پيليدونکې ده او څو ورځې وروسته به رمضان د مياشتې لمر پريوځي، ځينې خلکو به د رمضان تيرې شپې ورځې د الله تعالى په اطاعت او بندګۍ تيرې کړي وي، د ورځې روژې نيولو ترڅنګ به يې شپه هم د الله تعالى په عبادت روڼ کړي وي، د قران کريم تلاوتونه، صدقې او خيراتونه، د ناچاره او بېوﺯلو لاسنيوي او مرسته به يې کړي وي، له ګناهونو او ناوړه کارونو به يې ډډه کړي وي، او په نيکو کارونو به يې خپلې عمل نامې درنې کړي وي، د دوى لپاره ستر اجرونه او ثوابونه دي، بايد د رمضان په پاتې برخه کې خپل لا کوشس ﺯيات کړي.
خو ځينو نورو بيا ددغې شپو او ورځو سم حق نه دې اداء کړي، د خپلو ژبو او اندامونو ساتنه يې نه ده کړي، روژې يې نيمګړې کړي او دشپې عبادت ته يې شاه کړي، شپې يې په بې ځايه ويناوو او مجلسونو شبګير کړي، بخل يې کړي او خپل مالونه يې په ناروا کارونو کې مصرف کړي او د قران تلاوت له تلاړت يې مخ اړولي.
خو دا د الله تعالى ستره لورېينه او مهربانى ده چې د خپلو بندګانو توبې قبلوي او ګناهونه يې بښي او د رمضان وروستۍ لسيزه يې د خپلو بندګانو لپاره ستر فرصت ګرځولى ترڅو هغه څوک چې تېره برخه يې په عبادت او بندګۍ تيره کړى وي لا هڅه او کوشش وکړي، خپل عمل نامه په نيکو عملونه لا هم درنه کړي، او له چا چې نيمګړتيا او کمى شوي وي هغه بايد خپل کمي پدغو شپو کې جبيره کړي او د رمضان وروستۍ لسيزه په عبادت او هغو نيکو اعمالو تېره کړي، چې الله تعالى ته د نږديوالى او اور څخه د خلاصون سبب ګرځي.
علماوو ويلي:" د کال سترې ورځې د ﺫي الحجې مياشتې لومړۍ لسيزه ده، او په مطلق ډول د کال غوره شپې د رمضان وروستۍ لسيزه ده".
له دې امله د رمضان وروستۍ لس شپې ځانته ځانګړنې او فضيلت لري چې ځينى يې په لاندې ډول دي:
(1) الله تعالى قران کريم کې په دغه شپو قسم کړي دي، الله تعالى فرمايي: ((وَلَيَالٍ عَشْرٍ)).
ژباړه: ﺯما دې قسم په لسو شپو باندې.
الله تعالى ستر او عظيم ﺫات دي، يواﺯې په سترو او لويو شيانو قسم کوي، کله چې په خپلو مخلوقاتو کې په کوم شي قسم وکړي نو د هغې په شرف، عظمت او لويي دلالت کوي، او بندګانو ته په کې دغې ستر نعمت د شکريې اداء کولو يادګيرنه وي.
(2) په نيکو اعمالو کې کوشش او عبادت ته ځان وﺯګارول.
نبي صلي الله عليه وسلم به دنورو شپو په پرتله د رمضان په وروستيو لسو شپو کې په نيکو اعمالو کې ﺯيات کوشش کولو او دغه شپې به يې په عبادت روڼولي.
(3) د ليلة القدر(قدر د شپې) لټون او راګيرول:
رمضان د وروستۍ لسيزې بله ځانګړنه دا ده چې پدې کې د قدر شپه شتون لري چې عبادت يې له ﺯرو مياشتو غوره دي چاته چې يې الله تعالى توفيق ورکړي نو د ستر خير څخه برخمن شي.
(4) په جومات کې اعتکاف کول:
د رمضان په وروستيو لسو شپو کې په جومات کې اعتکاف کول د دغې شپو بل ستر عبادت دي، نبي - صلى الله عليه وسلم - به قدر شپې د راګيرولو په موخه به دغې شپو کې اعتکاف کو اود ضرورت پرته به له جومات څخه نه وتلو.
وروستي