افغانستان به د دوه امتيازي مارشالانو څښتن شي؛ دوستم ته مارشالي او د قسيم فهيم پر شخصيت يې اغيز

د پخواني جهادي قومندان زوی اديب فهيم د خپل پلار له مړينې وروسته په کمکۍ ځوانۍ کې سياسي ډاګر ته را ووت. د ده پلار د احمد شاه مسعود مرستيال او تر ټولو نېږدې کس پاتې شوی. قسيم فهيم د حامد کرزي په واکمنۍ کې د دفاع وزير، د ولسمشر لومړی مرستيال او نورې مهمې دندې تر سره کړې او د خپل وخت يوه اغېزناکه څېره وه، چې د خپل مشروع او نامشروع ځواک او واک له لارې يې ولس او حکومت اغېزمن کړي وو. 
 
مارشالي او يا هم په ځينو هېوادونو کې فېلډ مارشالي د ملي پوځ وروستۍ تر ټولو ستره پوځي رتبه ده. دغه رتبه د بهرني هېواد د درې ځلې تيري وروسته چې د يوې ځانګړې سيمې/ولايت پوځي قومندان په لارښوونه له ماتې سره مخ شي، ياد کس ته ورکول کيږي. افغانستان په تېر کې رېښتنی مارشال چې د امتياز په ډول نه بلکې د پوځي زوروتيا، وړتيا، لاس ته روړانو او پرمختګ په ډول يې دغه رتبه تر لاسه کړې مارشال شاه ولي خان دی.  

د ۲۰۰۱ کال کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د بل هر وخت په پرتله افغانستان او بيا په ځانګړي ډول مرکزي حکومت کې د شمالي ټلوالي يا شورا نظار نفوذ زيات وو او د وخت حکومت د دوی په لاس کې وو او دوی په خپله ځانونو ته امتيازونه، لقبونه، څوکۍ او نور صلاحيتونه ټاکل او يو بل ته به يې ورکول. د دغه امتياز ورکړې په ترڅ کې د پنجشير جهادي قومندان محمد قسيم قهيم ته هم د مارشالۍ رتبه ورسېده، په داسې حال کې نوموړی اساسي پوځي زده کړې چې حربي ښوونځۍ او بيا حربي پوهنتون دي نه درلودې خو په ورته وخت کې  يې ملکي زده کړې لکه د ښوونځي او پوهنتون سند هم نه درلود. 

ښايي دا به مو هم ډېر ځلې اورېدلي/لوستلي وي، چې د محمد قسيم فهيم له نوم سره يوازې د مارشال رتبه نه ليکل کيږي، بلکې (يګانه مارشال افغانستان) يانې د افغانستان يوازينی مارشال په دې مانا چې افغانستان نه په تېر تاريخ کې کوم مارشال درلود او نه يې هم اوس لري او محمد قسيم فهيم يوازينی کس دی چې افغانستان کې د مارشالي رتبې ته 
 رسېدلی دی. 

له ولسمشرۍ ماڼۍ سره د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم په سياسي معامله کې د ثبات او همپالنې ټيم مخکښ غړي  عبدالرشيد ته د مارشالۍ رتبې خبرې ښکته او پورته کيږي. عبدالله عبدالله به په کې د مصالحې شورا مشر، جنرال دوستم به مارشال او پاتې ډله به يې د حکومت سره په ۵۰ سلنه واک کې شريکه شي او سياسي کړکېچ به پای ته ورسيږي. 

د عبدالله عبدالله ډلې سره د صلاح الدين رباني، احمد ضيا مسعود اختلاف په دې دی چې دوی بايد واک کې په داسې يو ډول شريک شي، چې ولسمشر غني ته د حساب - کتاب ورکولو لېرې وي او په خپلواکه ډول ۵ کاله د حکومت مهمه برخه شي؛ يانې اجرائيه رياست، د لومړي وزير څوکي او يا هم ورته بل اجرائيوي ځواک لرونکې اداره دې رامنځ ته شي چې دوی په کې دننه شي. 

د عبدالله عبدالله ځوان ملاتړ اديب فهيم هم د همدې اوونۍ په لومړيو کې له عبدالله عبدالله د لارې  د جدا کېدو وويل. اديب فهيم په فېسبوک ولېکل چې مشر، ملګري او هم سنګره د څوکۍ او سياسي معاملې لپاره د جهاد او مقاومت ارزښتونه ټيټ کړل. نوموړي په سياسي ډګر کې له عبدالله عبدالله د ملګرتيا خدای په امانۍ واخېسته. 

پوښتنه دا ده چې اديب فهيم ولې له عبدالله عبدالله جلا شو؟ 
لکه څه ډول مو چې وړاندې يادونه وکړه اديب فهيم د جهادي قومندان محمد قسيم فهيم زوی دی او محمد قسيم فهيم په امتيازي ډول د افغانستان مارشال دی. قسيم فهيم په قوم تاجک دی او نه يوازې اديب فهیم بلکې ټول تاجک قوم ته د نوموړي مارشالي مهمه او ارزښت لرونکې ده. دغه رتبه تاجکانو ته دومره مهمه ده چې د تعصب پر اساس يې د مارشال شاه ولي خان په مارشالۍ هم د خاوو اړولو هڅه کوي  او د محمد قسيم فهيم نوم سره د (يګانه مارشال افغانستان) جملې ليکل په دې مانا چې افغانستان کې  کوم بل مارشال نه دی تېر شوی. 

اوس چې د يوې سياسي معاملې په لړ او امتيازي ډول جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکول کيږي، نو اديب فهيم او نورو د قسيم فهيم خواخوږو ته به هېڅکه د منلو وړ نه وي. که جنرال دوستم مارشال شي نو نور به (يکانه مارشال افغانستان) جمله له منځه لړه شي؛ که جنرال دوستم مارشال شي نو نور به خلکو ته د مارشال کلمې په اورېدو د قسيم فهيم نوم ذهن ته نه ورځې او که جنرال دوستم مارشال شي نو افغانستان به د دوه امتيازي مارشالانو څښتن شي.