جاويد فيصل: طالبان سولې ته لېوالتيا نه لري

روهي (څلورنۍ/۱۷ د غوايي)، د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل وايي چې د طالبانو له د جګړې دوام او تاوتريخوالي کول په دې مانا دي چې دغه ډله سولې ته لېوالتيا نه لري. فيصل تېره ورځ کابل کې يوې خبري ناستې ته ويلي چې د طالبانو په تاوتريخوالي کې قرباني ولسي افغانان کيږي. 

نوموړي د طالب بنديانو د خوشی کېدو په اړه ویلي دي، چې تر اوسه ۹۵۰ طالب زندانيان د افغان حکومت له خوا ازاد شوي دي چې په نېږدې ورځو کې به تر ۵۰۰ پوري نور بنيدان هم ازاد شي او په دې سره به د ټولو ازاد شوي طالب بنديانو شمېرو ۱۵۰۰ ته ورسيږي. 

په ورته وخت کې قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د افغان حکومت له خوا د طالب بنديانو خوشي کېدل ښه اقدام بللی او ويلي دي چې د سولې په بهير کې مرسته کولی شي. 

طالبانو هم تر اوسه له سلو ډېر د افغان حکومت د ملکي او پوځي ادارو زندانيان ازاد کړي دي خو حکومت  وايي چې ترمنځ يې ولسي وګړي هم شتون لري.