پښتون غورځنګ غړي ويښ شوي

د عارف وزیر له شهادت وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او غړو وښوده چې دا قام اوس په پوره مانا ویښ شوی او یو شوی دی.

د شنبې په ماښام زرګونه پشتانه دیره اسماعیل خان کې د عارف وزیر جنازې ته ورغلي و او په پوره جوش او خروش یې جنازې مراسمو کې ګډون وکړ او پاکستان حکومت ته یې وښوده چې دا قام چې څومره ځپل کیږي، هغومره پياوړی کیږي.

د جنازې په دې مراسمو کې د پشتون غورځنګ مشرانو منظور پشتون، علي وزیر او محسن داوړ ویناوې وکړې او د پشتون قام د راتلونکي په تړاو یې هر اړخیزه خبرې وکړې.

د عارف وزیر له شهادت وروسته په دومره کچه د پښتنو یووالی پښتنو ته لا ډير مورال ورکړی او د عارف وزیر د مرګ غم یې کم کړی و.

د عارف وزیر تور د پنجاب په حکومت او پاکستان په ریاست دی چې تراوسه د عارف وزیر په مړینه غلي دي او پنجاب کې خو ځینو سیمو کې پاکستاني چارواکو جشن نیولی و.

عارف وزیر هغه مبارز و چې د لوی افغانستان ارمان یې درلوده او د دې لپاره یې کلونه مبارزه کړې.

عارف وزیر د پشتون قوم د حقونو هغه مبارز و چې کور کې یې همدا اوس ۷ کونډې ناستې دي او ډيره قرباني یې ورکړې ده.

عارف وزیر په دې پوهیده چې د پاکستان حکومت د تګلارو مخالفت ورته د مرګ په بیه تمامیږي، خو هغه له خپلې مبارزې په شا نه شو.

یو څه چې روښانه شو، هغه دا چې پاکستان حکومت او پوځ هیڅکله نه غواړي چې د پشتنو سیمو کې دې امن غوښتونکي او ترهګرۍ ضد خلک پيدا شي.

پاکستان حکومت ځکه مبارز پشتانه نه غواړي چې بیا پښتانه بیداره کیږي او له پاکستان سره د هر کار او اقدام حساب کوي.

دغه راز د پوځ د او ریاست د عوایدو لوی درک ترهګري ده او پښتانه اوس اجازه نه ورکوي چې پاکستان ریاست دې د ترهګرۍ کاروبار باندې پښتانه قربانی کړي او پښتنه خاروه دې د افغانستان پرضد وکاروي.

له هغې ورځې چې پښتون ژغورنې غورځنګ راپورته شوی، پاکستان ریاست هڅه کړې چې دا غورځنګ په بیلابیلو نومونو نوم بدی کړي، خو نه تراوسه نه دي توانیدلي.

دغه راز پاکستان ریاست پوره هڅه کوي چې د غورځنګ غړي په نښه کړي، یا یې وګواښي چې له مبارزې په شا شي، خو د غورځنګ د هر غړي له ترور او زندانی کیدو وروسته پښتانه لا ډير یو کیږي او لا ډير بیداره کیږي.