قوم‎

ځینې خلک مري؛ خو نورو ته ژوند ورکوي. که څه هم داسي وګړي د تاریخ په پاڼو کې کم دي، چې د خپل مرګ له لارې نورو ته د ژوند کولو او غوښتلو مبارزه جاري ساتي او خلکو ته د ځان، کور، ټولنې او قوم له حقونو څخه د دفاع سمبول ګرځي او همدارنګه د حق غوښتنې، ژوندي پاتېدنې، قوم ساتنې او ژبپالنې درس ورکوي، چې راتلونکي نسل او قوم لپاره څنګه د امن غږ اوچت کړي. دا د شعوري خوځښت نښې دي، چې یو قوم یې د تېر تاریخ له پاڼو زده کوي. هر انسان سره، چې د ځان بسیاینې ما سېوا د کورنۍ، ټولنې او قوم فکر وي، هغه هر څه ګالي او له کومې ورځې چې د مبارزې میدان ته ګډ شي، خپل ځان ترې هېر شي او ټول ژوند د نورو د هوساینې لپاره صدقه کړي. که موږ د خوږ پیغمبر (ص) د ژوند ډېره برخه وګورو د خپل امت د هوساینې لپاره په ځان سختې او ستونزې وګاللې. د همدغو سختو پایله وه، چې د اسلام نور یې د مځکې په سر روښانه کړ.

که غواړو چې هر انساني فکر ته د شعار پر ځای د شعور غږ ور انتقال کړو؛ نو د صبر او زغم په اخلاقو به یې سنبالوو؛ ترڅو په شعوري توګه وروزل شي او د هرې پدیدې په مقابل کې د احساساتو پر ځای د تعقل لاره غوره کړي او د هغه وینې قدر وکړي، چې په دې لاره کې یې ځان قربان کړی وي. نن د همدې فلسفې په ګاڼو ځان سنبالول پکار دي؛ ترڅو دغه شته فرصتونو له لاسه ونه وځي.

هر سړی چې څومره میعاري  خبرې له ځان سره کوي، همدومره میعاري راتلونکی مخې ته پروت دی.

لاشعور جذبات او احساست وي، شعور کنټرول دی په هره پېښه او خبرې. د چا چې مغز فعاله وي په فزیکي لحاظ هم ښه لاره انتخابولی شي. د انسان دروني چاپېریال متحرک ساتل د نړۍ لید د پراخوالي نښه ده. همدا ځانګړنې د یو ښه رهبر او ټولنیز شعور د ویښېدنې نښې دي، چې د قوم او ټولنې د هوساینې لپاره په ذهني چاپیریال کې ورته ځای ورکړی وي. د فکر جوړونې او ذهني پراختیا لپاره قوم د صبر او زغم  په غولي کېنول پکار دي او په شعوري توګه د هرې پېښې په وړاندې د تدبر له لارې پل اخستل پکار دي؛ ترڅو د د دې لارې مزل نور هم اوږد شي او د هر مظلوم غږ پکې واورېدل شي؛ نو له دې سره به د قومي ملاتړ او پیاوړتیا جوګه شي. له دې سره به د امن غږ د شعور له لارې اوچت شي.