د عارف وزیر په ویر کې

د تاریخ له پاڼې څخه
دلته د شیرشا سوري یوه ډېره عالي قصه بیانوم« یوه ورځ شیرشاه ډېر غمګین وو. آه یی وکیښ او په ژړا کې يي سلګۍ ووهلې. د مجلس خلک ټول خپه شول او یو درباري له ده څخه پوښتنه وکړه: د دولت چارې، تشکیلونه، مالي چارې، اردو، شاهي کړه وړه، قوانین او مقررات ټول تاظیم شوي دي، په لږه موده کې ډېر کارونه ترسره شوي او په لنډه توګه هر څه چې تا امر کړی دی، هغه اجرا شوي دي؛ نو بیا هم ته ولې دومره خپه ښکارې؟ شیرشاه هیڅ ځواب ور نه کړ. مګر د ده ملګرو زیات اصرار وکړ او دی يي مجبور کړ چې ځواب ورکړي، شیرشا وویل: تاسې حق وایۍ، مګر څلور غوښتنې زما په زړه کې دي چې زه يي نه شم ترسره کولای او له ځانه سره به يي ګور ته ارمان یوسم. هغه دا چې:
 
لومړی ــ کاشکې د روه غرنې سیمې مې پریښی وای او ټول اوسېدونکي مې له نیلاب څخه تر لاهور پورې په اوارو او خړوبه ځمکو کې ځای په ځای کړی وای. دوی به د مغولو د هر ډول تیري مخنیوی کړی وای او هم به يي څوک نه پریښودای چې د کابل له استقامت څخه د هند د نېولو په غرض راتلای او همدارنګه په اوارو سیمو کې د اوسېدلو بله ګټه دا وه چې د غرو خلک به متمدن شوی وای او پوهه به يي زیاته شوی وای.
 
دوهم ــ دا چې زه غواړم لاهور بیخي ونړوم. ځکه لاهور داسې ښار دی چې له شمال څخه هر تیري کوونکي ته ټول جګړه یز امکانات برابروي، هر یرغلګر له لاهور څخه ځان اکمالوي او پر هند برید کوي.( زما لخوا پنډ شوی دی)
 
دریم ــ ارمان مې دا دی چې تر مکې معظمې پورې لویه لار او پنځوس لويې لویې ودانۍ د هغې په اوږدو کې جوړې کړم چې زموږ حاجیان په راحت شپې پکې تېرې کړي.
 
څلورم ــ غواړم چې په پانې پت کې د سلطان ابراهیم ښکلې مقبره جوړه کړم په دې شرط چې مخامخ يي د چغتای سلطان بابر قبر ورته جوړ کړم ځکه چې سلطان ابراهیم د ده له لاسه شهید شو. دا څلور هیلې زما د زړه هیلې دي چې له ځان سره به ي ګور ته یوسم»
پښتانه«پټانز» د سراولف کارو لیکنه. د جنرال صیب شیر محمد کریمي پښتو ژباړه ۲۲۹ ــ ۲۳۰ مخونه.
 
یادونه:
د شمال لخوا د هر تیري کوونکي څخه د لیکوال موخه تېر مهال کې پر هند باندې د هخامنشیانو، لوی سکندر، مغلو(بابر او اولاده يی) او همدارنګه د نادر افشار بریدونو ته اشاره ده. خو وروسته بیا لاهور د سیکانو او انګریزانو د لاس اله وګرځېده چې نن هم د پاکستان لاهور د انګریازانو او عربانو د لاس اله ده. سبا ښای چین هم له لاهور څخه د سیمې په وړاندې ناوړه ګټه پورته کړي!
 
د ټولواک شیرشا وړاند وینه د لاهور په اړه د تاریخ په هر قدم کې په اثبات رسېدلي او تر هغو چې د لاهور دا زوړ ورانوونکي دریځ پایته ونه رسیږي، سیمه د ارامتیا سا او د پرمختګ ګام نه شي اخیستلای!