د عارف وزير په مرګ خواشينی دی؛ امرالله صالح د پښتون ژغورنې غورځنګ ته تسليت وايي 

روهي (يوه نۍ/۱۴ د غوايي)، د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستيال امرالله صالح د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي عارف وزير په مړينې خواشيني ښوودلې ده. 

نوموړې په ټوېټر ليکلي دي، "د پښتون ژغورنې ټول غورځنګ ته تسليت وړاندې کوم. دوی او مونږ په يو ډول درد  درديږو. د پښتون ژغورنې غورځنګ او افغانستان د ترهګرۍ قرباني دي."

د عارف وزير جنازه نن ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښو غړو او سلګونه زره ويرجنو په شتون کې د نوموړي په پلارني کلي غوا خوا کې خاورو ته وسپارل شوه.