روهي (يوه نۍ۱۴ د غوايي)، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي عارف وزير مړی به نن يکشنبه د پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې خارو ته وسپارل شي. تمه ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو ترڅنګ به سلګونه زره کسان په دې جنازه کې ګډون وکړي.
عارف وزير دوه ورځې وړاندې خپل کرو سره نيږدې دناپېژنده وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو. دی د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او د علي وزير د تره زوی وو.
د نوموړي وژنې د افغان سياسيونو په شمول په خيبر پښتونخوا کې سخت غبرګونونه راپورته کړل او د پاکستان حکومتي ملېشه په دغه پېښه په لاس او پلان لرولو تورن پېژندل کيږي.
عارف وزير يوازينی پښتون مبارز نه دی چې د پښتنو د حقونو د ملاتړ او مبارزې په لار کې وژل شهيديږي، له ده وړاندې د ده د کورنۍ ۱۷ غړي په پټ ډول په شهادات رسېدلي.
وروستي