مارشال فهيم ته ډاکترانو6 مياشتي وخت ورکړی

د افغان ولسمشرحامد کرزي لومړي مرستيال ته ځيني نژدي سرچيني وايي ، چي ډاکترانو د نوموړي په وجود کي د نورو ناروغيو ترڅنګ اوس دسرطان ناروغي هم تشخيص کړي ده. په تېرو دوو مياشتو کي مارشال د درملني لپاره دوه ځلي جرمني ته لاړ ، چي يو ځل خو يې فاتحه هم اخيستل سوې وه . ويل کيږي ، چي دا ځل ډاکترانو ده ته 6 مياشتې وخت ورکړی، چي بايد د عملياتو لپاره بيا ځان تيار کړي. داسي ګونګسي هم خپري دي، چي ښايي مارشال له خپلي دندي استعفا وکړي اوپر ځای يې د کورنيو چارو اوسنی وزير بسم الله خان وټاکل سي.
ارګ ته نژدي سرچيني وايي، چي که مارشال د مرګ پر بستر هم پروت وي ، د خپلې ډلګۍ له ګټونه تېريژي او په هر څه کي خپله سهميه په زور اخلي .