جاويد فیصل: کندز کې طالبانو خوشي کړي بنديانو کې ۳۹ امنيتي کسان دي، د طالبانو د دغه اقدام هرکلی کوو 

روهي (نۍ/۱۳ د غوايي)، د ملي امنيت شورا وياند جاويد فیصل نن ورځ کابل کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې د طالبانو له خوا په کندز ولايت کې، او د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان اړوند د حکومت له زندانونو د بنديانو د خوشي کېدو په اړه مالومات وړاندې کړل. 

جاويد فیصل ويلي چې کندز کې طالبانو ۴۶ کسان ازاد کړي، چې ۳۹ په کې امنيتي ځواکونه او اووه نور په کې وسلي وګړي دي. جاويد فيصل د طالبانو د دغه اقدام هرکلی کړی او دوی ورته نورو اقداماتو ته هڅولي. 

نوموړي د حکومت له زندانونو د بنديانو د خوشي کېدو په اړه ويلي دي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان اړوند د عمر، روغتيايي وضعيت او د بند د مودې په نظر کې نېول سره زندانيان ازاديږي. 

د ملي امنيت شورا وياند د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې تړون وروسته د طالبانو بريدونو د ډېرېدو په اړه وويل، چې که د جګړې او تاوتريخوالی کموالی په ياد تړون کې نه وي راغلی، نو اړينه نه ده چې طالبانو د نورو افغانانو د وژنې يا نه وژنې لپاره له بل هېواد اجازه واخلي. 

نوموړي له طالبانو د تاوتريخوالي د کمولو او هېواد کې د اوربند کولو غوښتنه وکړه ترڅو يوې تل پاتې سولې ته لار پرانېستل شي.