تر اوسه کرونا ويروس سره مبارزې برخه کې افغان حکومت سره ۵۴۰ مېلېونه ډالر مرسته شوې، خو دا پيسې څه شوې؟ 

تر اوسه کرونا ويروس سره مبارزې برخه کې افغان حکومت سره ۵۴۰ مېلېونه ډالر مرسته شوې، خو دا پيسې څه شوې؟ 
روهي (جمعه/۱۲ د غوايي)، د پيسو نړيوال صندوق په شمول د نړۍ يو شمېر  سازمانونو تر اوسه کرونا ويروس سره د مبارزې برخه کې افغان حکومت سره ۵۴۰ مېلېونه امريکايي ډالر مرسته کړې ده. 

نړيوال بانک ۱۵۰ مېلېونه امريکايي ډالر، اروپايي ټولنې ۱۱۵ مېلېونه ډالر، د پيسو نړيوال صندوق ۲۲۰ مېلېونه ډالر، د پراخيتا بانک ۵۰ مېلېونه ډالر د امريکا متحدو ايالتو حکومت ۲۵ مېلېونه ډالر تر اوسه افغان حکومت په تېرو دوه مياشتو کې ورکړي دي. 

د دغه نيم مېلېارد ډارو مرستې سره تر اوسه د پلازمينې کابل په شمول د هېواد په ولايتونو کې د طبي وسايلو د کمښت، ماسکونو، دست کشو او نورو طبي وسايلو د نشتون شکايت کيږي. 

له بلې خوا حکومت تر اوسه دوه ځلې د هغه کسانو لاس نيوی هغه هم يوازې په پلازمېنه کابل کې کړی دی چې د کرونا ويروس له امله په کورونو کې بند دي او اقتصادي وضعيت يې خراب دی. 

لومړي افغان پر يو شمېر کابل ښاريانو څلور نيم - څلور نيم کيلو غنم ووېشل لو بيا تېره ورځ د کابل ښآر د ډوډۍ پخلنځيو له لارې د وچې ډوډۍ د وېش لړۍ پيل کړه. 

افغان حکومت او په ځانګړي ډول مالي وزارت، روغتيا وزارت او د کرونا ويروس د مبارزې کميټه د پوره رڼوالي خبرې کوي، خو تر اوسه د ۵۴۰ مېلېونه امريکايي ډالره مرستې د مصرف ځای مالوم نه شو.