صلاح الدين رباني اروپايي ټولنې ته: د عبدالله عبدالله شا مو نېولې ده، پر هغو فشار راوړئ چې پر ټاکنو يې کودتا وکړه

روهي (جمعه/۱۲ د غوايي)، اروپايي ټولنې په يوې خبرپاڼې کې  د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت او  عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي کړکېچ د ژر پای غوښتنه کړې ده. 

دغه خبرپاڼه کې له عبدالله عبدالله غوښتنه شوې ده چې که چېرې سياسي کړکېچ پای ته ونه رسوي نو د سولې پر بهير به منفي اغېز وکړي او د نړيوالې ټولنې همکارۍ او مرستې به له افغانستان سره اغېزمنې کړي. 

د اروپايي ټولنې دغه اعلاميې ته د جمعيت ګوند مشر صلاح الدين رباني په غبرګون کې ويلي دي چې د اروپايي ټولنې دغم  علاميه يو اړخيزه ده او پر هغه کسانو فشار راوړي څوګ چې د ټاکنو رڼوالی غواړي. 

صلاح الدين رباني ليکلي دي چې پر تېرو ولسمشريزو ټاکنو کودتا تر سره شوه او په زور سره قدرت واخېستل شو، خو نړيواله ټولنه او په ځانګړي ډول اروپايي ټولنه د دغه ټاکنيزې کودتا په اړه چوپ ده.