سرور دانش: سياسي کړکېچ پای ته رسېدلی؛  ژر به عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا مشري په غاړه واخلي

روهي (جمعه/۱۲ د غوايي)، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي (ديبرا لاينز) سره ټيلفوني خبرې کړي او د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله  ترمنځ د سياسي کړکېچ  په اړه يې ويلي چې حل ته  نېږدې شوی دی. 

 سرور دانش وايي چې د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله تر سياسي اختلاف پای ته په رسېدو او ژر به ډاکټر عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا مشري واخلي او د افغانانو ترمنځ خبرو بهير به پيل شي. 

دانش دا هم ويلي دي چې خبرې روانې دي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې به ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د ملي ګډون پر يو ګډ حکومت سره هوکړه وکړي. 

د عبدالله عبدالله ډلې نېږدې له تېرې يوې مياشتې ولسمشرۍ ماڼۍ په طرحې کار کوي، خو د خپلمنځي اختلافونو پر اساس يې تر اوسه دغه طرحه نه ده سپارلې.