د ښۀ لیک، لیکلو اصول

لیکوالي هم هنر دی او هم پۀ مشق و تمرین زده کېږي؛ هره ژبه لیکوال لري، د ځینو ژبو لیکوال دومره غښتلې او پخه لیکوالي کوي چې اثار یې د نړۍ ډېرو ژبو ته ژباړل کېږي، او پۀ کلونو- کلونو خپل هنریت، عالی منظر کشي، او لوستوال لۀ لاسه نۀ ورکوي، وجه یې دا ده چې لیکوال هڅې کړي، تمرینونه یې کړي، د ټولنو لۀ غوښتنو سره یې سمه لیکوالي کړې ده او داسې الفاظ یې پۀ خپل لیک/ لیکنو کې راخیستي چې د وګړو پۀ زړونو یې چک لګولی او د هغوی پۀ زړۀ لیکوالي ده؛  پوښتنه دا ده چې ولې د کتابونو چاپېدا لړۍ چتکه او د لوستوالو لېوالتیا ورسره کمه ده؟

هو! دا یو تریخ حقیقت دی چې زموږ پۀ ټولنې کې د ګوتو پۀ شمېر لیکوال، ښه او زړۀ منلې لیکوالي کوي؛ نو پۀ دې خاطر د ډېرو لیکوالانو چاپ شوي اثار خلک نۀ لولي.

 لیکوالي ځینې نه، بلکې ډېرې ځانګړنې او اصول لري، چې هر لیکوال پخپلو لیکنو کې یې باید پلې او زېرنه ورته وکړي، لکه د ناسمو ترکیبونو نۀ کارونه، پۀ اوسني وخت کې زموږ پښتو ژبې لیک ته لیکوالانو ډېر پردي ناسم ترکیبونه لۀ ژباړې/ ګټ مټ راخیستي چې د لیک سپېڅلتیا او خوند یې بېخي نشت کړی دی، د بېلګو لپاره ځینې مثالونه را اخلم، لکه: زموږ پۀ وطن کې ډېر بېوزله افغانان شتون لري، د افغانستان او پاکستان کرکېټ لوبډلو ترمنځ سیالي پیل شوه، کره کتنه د یوې لیکنې ښېګڼې، نیمګرتیاوې او بد ګڼې تر څېړنې لاندې نیسي، د سولې تر نامه لاندې ملي مشاعرې ته ښۀ راغلاست... سوله زموږ پۀ ژوند باندې ښه اغېزه کوي کوي  او داسې ډېر ناسم ترکیبونه شته چې د پښتو ژبې متن ښکلا یې زیانمنه کړې ده.

د یادو ناسمو ترکیبونه سمه کارونه کۀ ونۀ وکړو، زموږ متن ته به د پښتنې چاپیریال رنګ ورکولو سربېره هنریت هم ورکړی، اوس د پورتنیو بېلګو سمه کارونه تاسو ته لیکم چې څومره ساده او اسانه کارونه یې ده، لکه: زموږ پۀ وطن کې ډېر بېوزله افغانان دي/ شته دي، د افغانستان او پاکستان کرکېټ لوبډلو سیالي پیل شوه ( ترمنځ بیا داسې مانا ورکوي چې د دې دواړو لوبډلو ترمنځ دوه نورې لوبډلې لوبه کوي)

کره کتنه د یوې لیکنې ښېګڼې، نیمګړتیاوې او بدګڼې څېړي، د سولې پۀ نوم ملي مشاعرې ته ښۀ راغلئ/ راغلاست، سوله زموږ پۀ ژوند ښه اغېزه کوي؛ کۀ چېرې یاد ناسم ترکیبونه ونۀ کارول؛ نو د لیکنې خوند او لوستوال به مو ډېر پۀ خاطر وي چې تاسو پۀ خپلو لیکنو کې د پښتني ټولنې هغه الفاظ راخیستي چې پۀ ډېرو کورونه کې کارنده دي او پرې پوهېږي هم. 

اړینه خو دا ده چې پۀ لیکنه کې د ټولنې عینې پېښې انځور شي، یعنې هغه څۀ لیکئ پۀ ټولنه کې یې لوستوال باید عینې وویني او ستاسو لیکنه ورته د یو فلم پۀ څېر هر څه ور وښیي؛ د بېلګې لپاره خپله لیکنه را اخلم او شننه یې کوم (یخ ژمی وو، یو ورځ مخکې واوره ورېدلې وه، ټول سړکونه یخک شوي وو؛ خپل دوکان ته لاړم،د دوکان دروازه مې خوشې کړه، ټولې تیکې/ رختونه مې سم کړه.

ډېر پېرودونکي پهُ ښار کې ښکته پورته کېدل، چا یو څهُ اخیستل او چا بل څه، ساعت تقریبآ لس- لس نیمې بجې  وې چې دوکان مخې ته مې یوه ښځه راغله؛ ما ورته ویل: راځه ترورې پاس راوخېژه، څه درته پکار دي.

د ښار  او بلخصوص د بزازۍ/ رخت فروشي دوکانونو ځمکې تقریبا ټولې کاشي دي، دې ښځې چې سپینه کاشي ولیده؛ نو خپلې زړې کروشې یې بیرون پرېښودې او پهُ لوڅو پښو دوکان ته راننوتله، ما ورته وویل؛ ترور جانې، کروشې دې بېرته پښو کړه، ویل یې نه همداسې صحیح دی.

خدایږو زړه ته مې ډېرې خبرې راغلې؛په څو شېبو کې مې ډېرې څه پهُ ذهن کې ښکته پورته شول،کله به مې ویل چې دا به د عاجزۍ انتحا وي، یا به د کلیوالي ژوند تاثیر او د ښار چاپېریال سره نه بلدتیا وي، کېدای شي د ښار لهُ خلکو وېره وي، یا هم د ډېر درد زور وي؛ خو پهُ هر حال پهُ همدې فکرونو کې سوچي وم چې ترور راته نارې کړې؛ بچیه، ای بچیه!

داسې یو سنګینه تیکه نه لرې چې رنګ یې ډېر شوخ نه یې؟
یو څو رنګونه مې ور وښودل؛ خو خوښ یې نه شول، پهُ تلو کې مې ترې وپوښتل چې ترور جانې د کوم ځای یې؟
- د چهاردرې یم
- اوس خو د چهاردرې وضعیت هم شکر ښهُ دی
- ای زویه موږ یې چې تبا او برباد کړو،اوس چې ښهُ شي؛ نو څه فایده.
همدا خبره یې وکړه او لاړه).

پۀ لیکنه کې؛ د بزازۍ ډېری دوکانونو کاشي، د پښتنو ښځو بې وسي او لۀ ښاري دود سره نۀ بلدتیا، د جنګ شومې وزرې او زموږ قرباني، د بوډۍ ښځې سنګینه او سپینه جوړه خوښېدل او پۀ ناهیلۍ بېرته تګ؛ دا هغه څۀ دي چې زموږ پۀ افغاني ټولنه کې رېښتیا  او عیني انځور دی،  زۀ ډاډمن یم داسې لیکنې د هر چا خوښېږي چې د وخت، چاپیریال او حالاتو ته پۀ کتو سره عیني پۀ ټولنه کې حس شي.

زړۀ راښکون او تلوسه پۀ هنري نثر کې ډېره اهمه ده، لیکوال باید داسې لیکنه وپنځوي چې د لوستوال خوښه شي او ورته پۀ تلوسه وي چې وروسته به څۀ پېښېږي د لیکنې پای به څۀ وي، پۀ علمي لیکنو کې د مفهوم لېږدونه باید ساده وي او مانا ولري؛ خو پۀ هنري نثر کې د الفاظو اوډون سره- سره پۀ تلوسه پرېښودلډېره ضروري ده، پۀ لیکنه کې تلوسه دومره مهمه ده چې د لیک قوت او هنریت ترې ثابتېږي، داسې وګڼئ چې یو فلم مو تر ډېره وکتو او پۀ دې صحنه کې د فلم مرکزي لوبغاړی ټکر کوي، تاسو ته بۀ  پۀ دې وخت کې ډېرې پوښتنې پیدا کېږي چې د فلم مرکزي لوبغاړی به مړي، پخواني حالت ته بېرته راګرځي او یا کۀ نور څۀ به پېښېږي؛  لکه څومره چې د فلم هره لومړۍ صحنه وروپسې صحنې ته تلوسه جوړوي همدومره پۀ لیکنه کې تلوسه مثبت او رغنده رول لري.
 
 د لیکنښو او یاګانو سمه او پر ځای کارونه د لیک اصلي مفهوم  لېږدوي؛ پۀ لیکوالۍ کې دا موضوع ډېره اهمه موضوع ده، کۀ چېرې د یاګانو او لیکنښنو پر خپل ځای کارونه ونۀ شي لوستوال ترې د سم او موخنې مانا خلاف مانا اخلي، د سوالیې، شارحې، ټکي، کامې، دش، ټکي کامې... او د پښتو پینځه(۵) یاګانو سمه او پر ځای کارونه ونۀ شي لوستوال لۀ ستونزو سره مخ کوي؛ د بېلګې لپاره یو هیښنده بېلګه را اخلم، یو وخت یو لیکوال بندي ؤ او د اعدام حکم یې شوی ؤ، چې د اعدام پاڼۀ یې ده ته راوړه، داسې لیکل شوي ؤ (بخشش لازم نیست اعدام شود)

چې پۀ دوې ټکو ( شارحې) یې ځان لۀ اعدام خلاص کړ، وروسته لۀ شارحې د متن مطلب داسې شو چې بښنه یې لازم ده، اعدام دې نۀ شي؛ نو پۀ لیکوالي کې د لیکنښو او یاګانو سمه کارونه ډېره ضروري ده.