بيړنی خبر: کابل کې ځانمرګی بريد شوی 

روهي (څلورنۍ/۱۰ د غوايي)، طلوع نيوز ته سرچينو ويلي دي چې د کابل په رېشخور سيمه کې د ځانګړو عملياتو پر قول اردو ځانمرګی بريد شوی. تر اوسه رسمي سرچينو د دغه خبر تائيد نه دی کړی. 

طلوع نيوز ته دغه امنيتي سرچينې ويلی دي، چې هغه مهال چې د ځانګړو عملياتو قول اردو کارمندان دندې ته د راتګ حال کې وو، ځانمرګي بريدګر پر ځان پوري تړلي چاديدونکو ته چاودنه ورکړه. 

د دغه چاودنې د تلفاتو په اړه تر اوسه مالومات نه دي ورکړل شوي.