عطا عبدالله ته: که څوکي او د سپيدار ماڼۍ دې ارمان وو نو ډاډمن يم چې ولسمشر غني به در کړې وای؛ نو په قران دې لوړه او وقسم  ولې وکړل؟ 

روهي (دوه نۍ/۸ د غوايي)، د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجرائيوي مشر جنرال عطال محمد نور يو ځل بيا پر ډاکټر عبدالله عبدالله تازه نيوکې کړې دي او نوموړی يې په معاملې تورن کړی  دی. 

عطا محمد نور پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي:
- ولسمشرۍ ماڼۍ سره په څنګ کې دويمه لوړه؛ 
- د واليانو د ټاکلو حکمونه؛ 
- سرې کرښې ټاکل؛ 
- د خپل لاسليک لاندې د ټول شموله حکومت د  ولسمشر کلمې لېکل؛ 
- د لومړي وزير څوکۍ غوښتل؛ 
- د ټول شموله حکومت اعلان؛ 
- پر ټاکنو کمېسيون نيوکې او بې ځايه تورونه لګول،  ځان دې هم د ولس او هم نړيوال همکارانو پر وړاندې وشمارولو. 

دا هر څه دې څه لپاره؟ په دې پار چې د مصالحې عالي شورا مشر وټاکل شې، په دې پار چې کابينه کې برخه درکړي او په دې پار چې د سپيدار ماڼۍ په ودانۍ کې پاتې شې؟ که دا ستاسې هيلې وې نو ډاډمن يم چې ولسمشر غني به درکړی وای که چېرې ستا ټيم وړتيا درلوده، خو په کار نه وه چې قسم او لوړه دې کړې وای. 

عطا محمد نور په اخير کې له محمد حنيف اتمر سره د دوی د ټاکنيز ټېکټ په اړه ويلي، چې دوی د يو داسې نظام چې صدارتي وي هڅه وکړه، خو چې کله يې دغه غوښتنه ونه منل شوه، نو ټاکنو کې يې برخه وانه خېستله خو د ولس باور يې مات نه کړ.