عطا محمد نور د محمد ظاهر شاه پلار نادر خان ته د (نادر غدار) خطاب کړی 

روهي (دوه نۍ/۸ د غوايي)، د بلخ پخواني والي او د اسلامي جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس عطا محمد نور په يوې فېسبوک لېکنې کې ليکلي دي، چې نادر خان له حبيب الله خان (بچه سقا) سره د جفا په اساس د نادر غدار په نوم ياديږي. 

عطا محمد نور ليکلي دي، "نادر خان په قرآن کريم لاسليک او قسم وکړ چې امير حبيب الله خان کلکاني او د هغې ملګرو ته به څه نه وايي، خو وروسته يې دوی اعدام کړل چې تر اوسه  د خلکو په منځ کې نادر خان، د نادر غدار په نوم مخاطب کيږي." 

عطا محمد نور که څه هم دغه مساله د ډاکټر عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو په اړه ليکلي  ده چې يو ځل يې په قران کريم د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او اوس بيا له ولسمشرۍ ماڼۍ سره هوکړه کوي، خو پر فېسبوک د عطا محمد نور له خوا نادر خان ته د نادر غدار کلمي غبرګونونه راپورته کړي دي. 

د غازي امان الله پاچاهۍ له سقوط وروسته، سردار محمد نادر خان د هېواد له سويلي ولايتونو  لښکرې جوړې او په کابل او شمالي ولايتونو کې يې د حبيب الله کلکاني مشهور په بچه سقاو خپلسري پاچاهي  يې له منځه يوړه او دی يې له ملګرو سره اعدام کړ.