د جګړې زیانونه

جګړه هغه ناوړه پدیده، چې د هیوادونو، ملتونو، هر ډول پرمختګ لهٔ منځه وړي. موږ د نړۍ زیاتره هیوادونه ګورو چې د جګړې لهٔ امله وروسته پاتې دي، کهٔ نږدې خپل هیواد (افغانستان) وګورو چې د څو لسیزو راهیسې جنګ او جګړهٔ پکې روانه ده، دغه جنګ او جګړې افغانستان د هر ډول پرمختګ څخه وروسته پاتې کړی دی.

دغه هیواد د جګړې په جریان کې د انساني شتمنۍ تر څنګ، اقتصادي، فرهنګي، تاریخي... سیاسي شتمنۍ لهٔ سختو ستونزو او مشکلاتو سره مخ شوي دي.

ددې تر څنګ کهٔ موږ د نړۍ نوره هیوادونه وګورو چې د جګړې لهٔ امله لهٔ سختو او پیچلو حالاتو سره مخ شوي دي، چې یو ښهٔ مثال يې پهٔ اسیا کې د هندوستان هیواد وو، چې د سختې لوږې تر څنګ دا هیواد پهٔ برخو تقیسم شو.

همدارنګه دې تهٔ ورته نور هیوادونه هم دي، چې د جګړې لهٔ امله یې کلونه، کلونه شاتک کړی دی او تر څنګ یې پهٔ دغو هیوادونو د جګړې ځینې تاثیرات اوس پاتې دي.

دا چې اوس پهٔ افغانستان کې هم جګړهٔ روانه ده، نو دغې جګړې د افغانانو څخه ډېر څهٔ اخېستې دي او همدارنګه ددې جګړې لهٔ امله افغانانو زیات زیانونه لیدلي دي، ددغو زیانونو لهٔ جملې څخه د نشايي موادو کرکیله او استعمال دی.

دا چې افغان دولت د وسلوالو سره پهٔ جګړهٔ بوخت دی، نو دوی د نشايي موادو د مخنیوي تر څنګ ددې موادو پهٔ خرڅلاو بندیز نهٔ دی لګولی.

دغه نشايي مواد نهٔ یوازې چې پهٔ افغانستان کې کرل کېږي، بلکې همدلته يې د پروسیس چارې هم تر سره کېږي، چې وروسته پروسیس څخه د نړۍ نورو هیوادونو تهٔ انتقالیږي. همدارنګه ددغو نشايي موادو لهٔ امله زموږ زیاتره ځوانان پوډریان، چرسیان او د کور بار شول.

د ځوانانو تر څنک مو پهٔ دغه نشايي بوټي ښځې هم روږدې دي، عبدالقیوم پهٔ کندوز کې د یوې کورنۍ سرپرست دی، دهٔ لهٔ بي بي سي راډیو تلویزیون سره پهٔ مرکه کې ویلي چې دده، ټوله کورنۍ پهٔ تریاکو اخته ده، دی، وايي چې:((موږ پهٔ لومړیو کې فکر کاوه، چې تریاک بهٔ زموږ ژوند ښهٔ کړي، خو اوس ژوند نوره هم سخت شو))

د عبدالقیوم پهٔ څیر دې هیواد کې پهٔ زورګونه داسې نورې کورنۍ هم شته، چې د نارینه تر څنګ يې ښځې هم په نشه يي موادو روږدې دي. 

د نشه يي موادو تر څنګ د ځنګلونو وهل هغه بل زیان دی، چې پهٔ جګړه کې افغان خاورې لیدلی دی، دغه ځنګلونه چې پهٔ کونړ، نورستان، پنشېر...نورو ولایتونو کې قرار لري،ددغو ځنګلونو وهل پهٔ ډېرې بې رحمۍ سره روان دي، ددغو  ځنګلونو لرګۍ د سیمې هیوادونو او پهٔ تېره پاکستان او ایران تهٔ قاچاک کېږي، پهٔ افغان دولت تل دا نیوکې کېږي، چې دوی د ځنګلونو پهٔ ساتنه او بحرنیو هیوادونو تهٔ د قاچاک پهٔ مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

دا چې افغان جګړهٔ پيچلي ده، نو د افغانستان زیاتره شتمنۍ پهٔ بې رحمنه او غیرې قانوني توکه نورو هیوادونو تهٔ انتقالیږي، کانونه هغه بله برخه ده، چې د نړۍ مافیأ او پهٔ تېره د سیمې مافیأ يې پهٔ غیرې قانوني توګه قاچاک کوي. انساني قاچاک زموږ د هیواد یوه بله خطرناکه موضوع ده، چې د نړۍ نورو هیوادونو تهٔ زموږ ځوانان ځي، چې آن ځینې يې پهٔ لارو کې د مافیأ د ښکار تر څنګ د سمندر د ماهیانو خوراک کېږي.

د ماشومانو راتلونکې تهٔ سمه پاملرنه نهٔ کول او د غریبۍ او فقر لهٔ وجې پهٔ دوی باندې سخت یا شاخه کارونه کول د افغان ماشومانو حالت دی.

روانه جګړه د هر ډول پرمختک پر وړاندې یو لوی خنډ دی، کهٔ څه هم ددې جګړې ختمول دومره اسان هم نهٔ دي، ځکه چې پهٔ دې جګړه کې د سیمې قوي استخبارات پهٔ یو نه یو ډول لاس لري، نو دده ډول جګړې کنټرول او ورته د پای ټکی کېښودل به سخت وي.

افغان ماشومان چې پهٔ جګړه کې ورنه د سپر پهٔ توګه استفاده کېږي، د افغان ماشومانو لپاره یو تر ټولو  خطرناکه جګړه ګڼل کېږي، د همدې جګړې لهٔ امله د پرمختیايي پروژو پهٔ سم ډول نهٔ تدبیق یوه بله ستونزه ده، د اداري فساد شتون او د نړیوالو پهٔ بیلیونونه ډالر مرسته پهٔ بې ځایه او ناوړه کارونو مصرفول او پهٔ عینې حال کې د افغان دولت پهٔ چوکاټ کې د نظامي برخې څخه نیولي تر تعلیمي برخو پورې د خیالي کسانو شتون د جګړې زیانونه دي. 

دا چې اوس د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې موافقه د قطر پهٔ دوحه کې لاسلیک شوه، چې ددې وروسته بهٔ د افغان دولت او طالبانو تر منځ خبرې پیل کېږي، نو دواړه لوري باید د شخصي غوښتنو پر ځای ملي ګټو تهٔ ارزښت ور کړي او دواړه لوري ځینې غوښتنې ددې ملت او خاورې لپاره قرباني کړي.