د ښۀ مدیر مدیریت

مدیر لپاره پۀ هره ټولنه کې د الفاظو پۀ نوښت او تغیر جلا- جلا تعریفونه شوي دي؛ چا موخو ته د رسېدو پۀ خاطر د ټیم کنترول او څارنه کولو ښودلی دی، چا یو څۀ او چا بل څۀ؛ خو پوښتنه دا ده چې د یو ښۀ مدبر او بریالي مدیر مدیریت باید څۀ ځانګړنې ولري.

مدیر باید خپلو ځانګړو موخو ته د کتو پر اساس خپل ورځینی، اوونیز، میاشتینی او ان کلنی پلان بشپړ او ګتې اخیستلو ته چمتو کړي، پلان باید داسې وي چې د ادارې لۀ تولو کارکوونکو نۀ ګټنه واخیستل شي او تولو ته پکې برخه ورکول شي، د نۀ امکاناتو نه امکانات جوړ کړي یعنې کوښښ او هڅه یې باید دا وي چې لۀ کمو امکاناتو نه د ضرورت پۀ وخت کې پۀ ماهرانه ډول بریالۍ ګټه واخلي او خپل ماموریت پرې بشپړ کړي.

یو ښۀ مدیر ته ښایي چې وخت او حالت پۀ کتو سره لۀ مختلفو میتودونو نه ګټنه واخلي، لکه د پلارګوني میتود، مشاورتي مېتود، دیکتاتوري مېتود او ازاد پۀ شکل مېتودونو نه کار واخلي؛ دا ځکه چې لۀ یو ډول مېتود نه پۀ ګټې اخیستلو کېدای شي د ادارې کارونو لۀ ستونزو سره مخ شي؛  نو ځکه اړتیا ده چې د وخت، اداري غړو، چاپیریال او حالاتو ته پۀ کتو سره لۀ مختلفو مېتودونو نه ګټه واخیستل شي او یو بریالی مدیریت لا مخ پر وړاندې وغځېږي.

پۀ اداره کې لۀ اداري غړو  سره فردي توپیر کول د مدیریت ناکامېدو ستره ننګونه ده؛ د ادارې لۀ یو غړي/ څو غړو سره د کومې نسبي ریشتې پۀ درلودلو ښۀ چلند کول او لۀ نورو غړو سره لکه دبنې خوی او چلند کول د اداري موخو سره ستره جفا ده؛ دا ځکه که چېرې پۀ اداره کې دا ډول کړنې کېږي نو هغه غړي چې مدیر وسره ښۀ چلند نۀ کوي؛ هغوی بیا خپلې دندې ته یوازې د رسمیت پۀ سترګه ګوري او خپل ژمنتیا او زړه راښکون د ادارې موخو ته لا لاسه ورکوي؛  پۀ دې خاطر مدیر ته اړینه ده چې د ادارې لۀ ټولو غړو سره ښۀ چلند وکړي او هغوی خپلې دندې ته وهڅوي او لاسنیوی یې وکړي.

علمیت/ پوهه؛ د یو مدیر تر تولو مهمه ځانګړنه ده، که چېرې یو مدیر ډېر ژمن، او تل کارکوونکی اوسي؛ کۀ علمیت ونۀ لري، نۀ شي کولی چې بریالی مدیریت ولري؛ علم دی چې مدیر ته خپلې کړنلارې، هوساینې او بریاینې ورښایي او د تر لاسه کولو مشروع او نږدې لارې ورښایي، پوهه د مدیر تر تولو لومړیتوب دی، پۀ دې خاطر پۀ لوستې نړۍ کې دې ته نۀ ګوري چې یو سړی څومره ژمن او با احساس دی؛ځکه کۀ چېرې پوهه او علمیت وي نو دا هر څۀ ورسره حتمي وي، کۀ ژمنتیا او احساس وي او علم نۀ وي نو د مدیریت د لۀ منځه تللو امکان ډېر وي.

د ادارې کار کوونکو ته د بریا لاسته راوړنې وروسته د مادي او معنوي جایزو او هڅونو ورکړه؛  هر کله چې د ادارې غړي خپلو موخو ته پۀ ټاکلي وخت او ټاکلې بودیجې رسېږي( بریالي کېږي)؛ نو د ادارې مدیر ته لازمه ده چې خپل کار کوونکې پۀ مادي جایزو، لکه پیسې، وسایل... او نورو ټوکو وستایي او د دې ترڅنګ یې پۀ معنوي جایزو، لکه افرین، ډېر ښۀ، ته/ تاسو بریالي یاست... او ماشاالله پۀ الفاظو لا ګړندي او وستایي؛ دا کړنې ستاسو د مدیریت او ادارې غړو لپاره ډېره ګټور تمامېږي او پۀ کړنو سره به د ادارې ټول غړي خپل فعالیتونه غښتلي کړي او هر غړی به د بریا لۀ پاره خپله دنده یوازې رسمیت نۀ ګڼي بلکې خپل مسوولیت به یې ګڼي.

د نن ورځې کار سبا ته نۀ پرېښودل؛ دا جمله ټولې نړۍ خلکو ته یوه انګېزوي جمله ده او هر مدیر د خپلې دندې د ترسره کېدو مخکې دا جمله پۀ یاد لري او خپل کارونه کوي؛  نو ټولو ښو اداره کوونکو / مدیرانو ته لازمه ده چې د نن ورځې کار د سبا پۀ تمه پرې نۀ ږدي، ځکه چې د سبا ورځ اټکل څوک نۀ شي کولی کېدای شي سبا مو کارونه لا ډېر شي، د یو غښتلي او بریمن مدیر دا ځانګړنه ده چې د نن ورځې کار سبا ته نۀ پرېږي او کۀ امکان لري د سبا ورځې لپاره خپلو کارونو لپاره مهالویش جوړوي.

هر مدیر باید کوښښ وکړي چې خپلې ادارې ته د یوې ځانګړې مینې چې هغه مینه کۀ د وطن، ملي ارزښتونو، کلتور او رسم رواج ساتنې او بډاینې پۀ خاطر وي؛ نو دل به د ادارې نورو غړو ته یوه انګېزه وي او ټول دخیل وکړي به خپلې ادارې او اداري موخو ته پۀ درنه سترګه ګوري. مینه داسې څۀ ده چې هر شخص ته د لا پیاوړتیا او ځواک انرژي ورکوي او یو ډول پټ احساس د نوموړي کار سره د سړي پیدا کوي.