د نیشاپور سپین سرې کونډه

که چا د ښوونځي په دروازه قدم ایښی وي، یا یې د دیني مدرسې چوپال ته سر ښکاره کړی وي، یا څوک د خانقاه او تصوف کومې چوترې ته د ذکر او ورد لپاره ورغلی وي، نو حتما به د فخرالدین رازي له نوم او مقام څخه خبر وي. دغه شمله ور فیلسوف، مفسر او مورخ په ۵۴۴ هجري قمري کال چې د (۱۱۴۹م) سره سمون خوري، په لرغوني هرات کې پیدا او د شپیتو کالو په عمر په همدغه ښار کې وفات او خاورو ته سپارل شویدی.

پداسی حال کې چې د ایران مذهبي مشران د فاطمینو د لښکر په قمچینه زموږ راتلونکې ګواښي،‌ نو ددغه هیواد تنګ نظرې ناسیونالسته طبقه هم غلی نده، زموږ ماضي او تاریخي شخصیتونه د خپل قلمرو او مدنیت برخه بولي. له همدی امله دوئ د سید جمال الدین افغاني په څیر، امام رازي هم د خپلو ویاړونو په تندي کې ټومبلی ګل ګڼي او هغه ته فرزند سرزمین فارس وایي.

کله چې امام رازي له هرات څخه د ایران د نیشاپور ښار ته د هغه وخت د سني واکمن په بلنه د یو کاروان په بدرګه ننوت،‌ نو په زرګونو خلک د ژیړو نرګسو له غنچو سره د هغه هرکلي ته په کتارونو کې ولاړ وو. پدی ترڅ کې یوه سپین سرې کونډه هم د خپل بام په سر ولاړه او په ځیر ځیر یی د آسونو له سومانو څخه د پورته کیدونکي خړ ګرد ننداره کوله. د خپلې ګاونډۍ څخه یې پوښتنه وکړه چې دا والا حضرت څوک دی چې په دومره شان او شوکت سره یې تشریف راوړ؟ هغې ورته په ځواب کې وویل: پدې سپینو کمڅیو د پاچاهۍ خوبونه مه ګوره چې ګوندی ستا د دیدن لپاره به راغلی وي. دا شهزاده ندی، بلکې هغه څوک دی چې د الله تعالی د وحدانیت په باره کې یې د یو زر دلیلونو کتاب لیکلي دی. 
کونډه په کنډاسو غاښونو له خندا شنه شوه او ویی ویل، دا سړی به هرو مرو د الله په یو والي شکمن وي، کنه نو د الله ذات تر دی ډیر لوړ دی چې څوک دی د هغه لپاره دلیل او دلایل ولیکي، ځکه د هغه په ذات ایمان او د هغه عبودیت زموږ د فطرت خمیره ده.

د لینن د بالشویکي انقلاب له لمړي سهاره را نیولې د شوروي اتحاد تر ړنګیدو پورې، د شوراګانو پدغه هیواد کې دین د ټولنې اپین ګڼل کیده. مګر د تیر مارچ په دریمه ولادیمیر پوتین په اساسي قانون کې د مهم تعدیل وړاندیز وکړ چې تر مخه به یې د الله په ذات باندی ایمان لرل، د اساسي قانون برخه وي او د همجنس بازانو تر منځ واده به په هیڅ ماده کې ځای ونلري. زموږ پخپل وطن کې، د خلق او پرچم بریتور ګوندي ملګري، ډیری یې له کرونا تر مخه، څوک حاجیان شول برګې تسبیح ګرځوي او چا اوږدې ږیړې پریښودې، تبلیغ او ریوڼد ته یې مخه کړه. په اصل کې همدا د طبیعت حکم، د روحانیت جبر او د ضمیر د بیدارۍ څرک دی.

مازی درې اونۍ وړاندی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل ولس څخه غوښتنه وکړه چې د کرونا د وایرس څخه د نجات پخاطر خلک کلیساوو او عبادتخانو ته ورشي او لمونځونه وکړي.  د ایټالیا مشر د خپل هیواد په کوڅو کې د مړو د تابوتونو له لیدلو وروسته په ډ‌کو سترګو او ژړغوني غږ وویل: موږ د مځکې قدرتونه ددی وبا (کرونا) له مقابلې څخه کمزوري یو،‌ راځې چې د آسمان له واکمنه د مرستې غوښتنه وکړو. همدا پخپلې عاجزۍ اعتراف ، د فطرت غږ او د اسرافیلي شپیلۍ یو نری غوندی پوکې دی. 

په اندلس کې پنځه پیړۍ وروسته، مسلمانانو ته اجازه ورکړل شوه چې په جار سره آذانونه وکړي او د اروپا په لر او بر کې د جوماتونو امامان وهڅول شول چې د کائناتو واکدار ته د درویزې لاسونه پورته کړي. میرمنې تشویق شوې چې پوړني په سر او د ستکشې په لاس ولري ترڅو له کرونا څخه ځان بچ کړي. پرته له شک شبهې، د بقا او فنا تر منځ همدا زاره چاودی حالت،‌ د فطرت د نا ویلې ژبې پټ راز او د ځواکمنو د څرګندې بی وسۍ نښه ده.

د المغرب په یوې شفاخانې کې یوه کوچنۍ ماشومه له یو سخت مرض څخه کړیدله. ددی ماشومې کړکۍ ته مخامخ یوه شنه او دنګه ونه ولاړه وه چې د ژمي د سړو بادونو له کبله یی یوه یوه پاڼه لاندی پریوتله. ونه سوکه سوکه بربنډیدله او پاڼې یې د مځکې پر مخ بوساړه بوساړه انبار کیدلې. ماشومې خپلې مشرې خور ته په وړه خولګۍ وویل: ببو جانې! مخکې لدی چې ددی ونې ټولې پاڼې توئ شي زه به ستا څخه ډیره لرې تللې یم او ته به را پسې ژاړې! خور یې ډاډ ورکړ چې د امید لمن ټینګه وساته، ته رغیږې. یو ماښام د کوچنۍ سترګې مرغۍ مرغۍ او ویده شوې، مشره خور یې په پټه لاړه او د یو خاښ په پای کې یې یوه پلاستیکي پاڼه ونښلوله تر څو د هغې حوصله لوړه او د هیلې لمن یې غوړیدلې وساتي. څو هفتې وروسته کوچنۍ روغه او ډاکټران یې خدای په امانۍ ته راغلل. خو مخکې لدې چې کوچنۍ د روغتون له انګړ څخه ولاړه شي، هغې ونې ته ور نژدی شوه او خور ته یی وویل: لطفا دغه آخرنۍ پاڼه را وشکوه چې زه یی د یادګار په ډول له ځانه سره یوسم، ځکه دی پاڼې له ما سره وفا وکړه او له ژوند سره یې مینه را زده کړه. 

نن د مبارکې روژې لمړۍ ورځ ده، که چیرې یوه معصومه ماشومه د یوې پلاستیکي پاڼې پوری خپلې هیلې ته غوټه اچوي او په رنځ او غم غالبیږي، نو آیا د عرش العظیم د ځواکمن رب پورې تړلې رسۍ به د نجات لپاره کافي نه وي؟ موږ د خوف او رجا د سرسامه کشمکش او نفسي بغاوت په لومه کې راګیر یو. خو که د جلال او عظمت له خالق سره مو د ایمان نا لیدلې اړیکې مزبوتې کړې، حوصلې مو له تاترې او تراجمیره لوړې کړې او د آدم او حواء له ټولو بچو سره مو یو شان ښیګڼه عبادت وګڼلو، نو بری او نیکمرغي مو سر له اوسه مبارک شه!!